نړۍ

کراچي: د جمعې پر لمانځه د چت غورځېدو ۵ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچي ښار کې د یوه تازه جوړېدونکي جامع مسجد موقت جوړ شوی چټ پر لمونځ کوونکو را غورځېدلی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان څخه خپرېدونکي ډان نیوز د راپور پر اساس پيښه د کراچي ښار د شمالي ناظم اباد په سیمه کې د عثمان غني په نامه مسجد کې را منځته شوې.
د عیني شاهد په وینا پيښه د جمعې د لمانځه وروسته د سنت لمونځ پر وخت را منځته شوې، د روژې د لومړۍ جمعې په وجه په مسجد کې تر بل هر وخت زیاته ګڼه ګوڼه وه.

د پولیسو یوه چارواکي حیدري ذولفقار حیدر هم ډان نیوز ته ویلي چې د مسجد چت هغه وخت را وغورځېدی کله چې د جمعې لمونځ ختم شو او خلکو په سنتو پيل وکړ.

نوموړي ویلي چې تر بل هر وخت نن په مسجد کې رش زیات وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x