افغانستان

ننګرهار: د جمعې په لمانځه کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د مزینې کلي په جامع مسجد کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې.

پېښه وروسته له هغه رامینځته شوه چې د مسجد تر منبر لاندې مخکې له مخکې ځای په ځای شوی ماین وچاودېد. په چاودنه کې د مسجد د امام په ګډون څلور تنه وژل شوي او تر دېرشو زیات ټپیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار ولایت کې مسجدونه د بمي چاودنو هدف ګرځي. تر دې وړاندې په خوږیاڼو او چپرهار ولسوالیو کې هم د نامعلومو کسانو لخوا ورته پېښې رامینځته شوې او ګڼو لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د نننۍ پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x