ادبي لیکني

د مور، لور‬ او ‫زوي‬ د پاکې‬ مينې‬ جالبه‬ کيسه‬ !

عصمت الله عزیزي وردګ

په مدينه منوره کې د ابوقدامه شامې په نوم يو بزرګ مجاهد وو،الله پاک دهغه په زړه کى د روميانو خلاف دجهاد کولو شوق او ولوله ډيره زياته پيدا کړې وه . . .

يوه ورځ هغه په مسجد نبوى کې ناست وو دخپلو ملګرو سره يې خبرى کولې، دده ملګرو وويل : اي ابو قدامه ! نن خو ته دجهاد يوه عجيبه کيسه وکړه !

ابو قــــدامه وويل: يوه ورځ رقه نومې ښار ته د اوښ اخيستو دپاره لاړم ترڅو په هغې خپله اسلحه بار کړم، زه هلته ناست وم چې يوه ښځه ماته راغله او وويل:

چې اي ابو قدامه! ماته معلومه شوي ده چې ته خلکو ته دجهاد دعوت او ترغيب ورکوې ، الله تعالې ماته داسې ښايسته ويښتان راکړى دې چي بل چاته يې نه دې ورکړې ما هغه ويښتان غوڅ کړې دي او رسۍ مې ترى جوړه کړي ده او په هغه مې ښه ډيره خاوره موښلې ده چې څوک يې ونشې ليدلې،زما داسې هيله ده چې زما د ويښتانو دا رسۍ ځان سره واخله د دوښمن سره دجهاد په وخت کې ته يا يو بل مجاهد ترې استفاده وکړي،چې دې ته د الله تعالې دلارې خاوري او دوړي په نصيب شي،زه يوه کونډه ښځه يم زما خاوند او دکورني ټول غړې شهيدان شوي دې که چيرې ماته دجهاد کولو اجازت وي نو مابه هم ځان پکي شريک کړي وو هغې ماته رسۍ راکړه او وويل: اي ابو قدامه! زما شهيد خاوند يو زوې هم پريښې چې دقران عالم دې او په آس باندې دسپرلې کولو او دغيشو په ويشتلو کى ښه ماهر او ښايسته ځوان دي

هغه دشپي لمونځ کوي او د ورځي روژه نيسي عمر يي پنځه لس( 15) کاله دي.اوس هغه دپلاره پاتې شوي ځمكې ته تللي ده، کيداي شي چي ستا د روانيدو نه مخکي راشې ، نو هغه به دالله تعالې په دربار کې دهديې په طور تاسره دجهاد ميدان ته وليږم ، زه تا ته د اسلام دعزت واسطه درکوم چى زما هيله داجر او ثواب حاصلولو ضرور پوره کړه ! ماهغه رسۍ دهغې نه واخيسته او په خپل سامان کى مې کيښوده،دهغې نه پس زه دخپلو ملګرو سره د رقه نومې ښار نه روان شوم ، مونږ لا د مسلمه بن عبدالملک قلعې ته نه وو رسيدلې چى په آس باندي يو سپور سړى ماته دشا نه چيغې را وهلې ـ زه ودريدم ملګرو ته مې وويل تاسو روان شې، په لږ ساعت کې هغه را ورسيدو او دملاقات نه پس يې وويل:

دالله تعالې شکر دې چې زه يې ستاسو ملګرې کړم. . .

ما ورته وويل: اې عزيزه !دخپل مخ نه دې دسمال لرې کړه چې زه تا ووينم او فيصله وکړم،چې په تا باندې جهاد لازم دې کنه،که چيرې لازم وې نو ځان سره به دې بوزم، کنه بيرته دې کورته وليږم ، هغه چې مخ ښکاره کړو نو دڅوارلسم دسپوږمۍ په شان يو ښايسته هلک وو.

ما وويل: زويه ! ستا پلار ژوندې دې ؟ هغه وويل: دخپل پلار د بدل اخيستو دپاره راوتلې يم،هغه د الله په لار کى شهيد شوي دي زه اميد لرم چې الله تعالې ما دهغه په شان قبول کړې

ما ورته وويل: زويه ! ستا مور ژوندې ده کنه؟

هغه وويل: هو ژوندې ده، ما ورته وويل: چې لاړ شه دهغې نه اجازت را واخله که چيرې اجازه درکړې نو راشه ، کنه دهغې خدمت کوه ځکه چې جنت دتورو تر سيورې او دمورګانو تر قدمونو لاندې ده

هغه ځوان وويل: اې ابو قدامه تا زه ونه پيژندم؟ زه دهغې ښځې زوى يم چا چې تاته دخپلو ويښتانو رسۍ درکړې ده، زه به ان شاالله شهيد زوي دشهيد جوړيږم، زه تاته دالله تعالې واسطه درکوم چې ته مادجهاد نه مه محرومه کوه ، ما قران مجيد ياد کړي ده او دخوږ نبې دسنتو علم مې هم حاصل کړي ده، بلکې زمونږ په سيمه کې زما نه وروسته بل څوک په آس سپرلې کولو والا نشته ، ته زما عمر ته مه ګوره ، زما مور ماته قسم راکړي ده چې زه به هغه ته بيرته نه ورځم،او هغې ماته ويلې دي ، چې اي خوږه زويه! دکافرانو سره به ښه په کلکه جنګيږې او خپل ځان الله پاک ته وړاندې کړه، او د الله تعالې نږديکت ولټوه ، او دخپل شهيد پلار او ماماګانو سره په جنت کې دليدلو کوشش وکړه. . .

که چيرې الله تعالې تاته شهادت درکړې، نو بيا دقيامت په ورځ زما شفاعت وکړه.ځکه چې ماته معلومه شوي ده چې شهيد به د اويا(70 ) کسانو خپلوانو شفاعت کوې،بيا زما مور زه په خپله سينه پورې کلک ونيولم او خپل مخ يې آسمان ته کړو او وويل: اې زما الله! اې زما مالکه ! اې زما مولئ ! دا زما بچي ده زما د زړه ګل او دځګر ټوټه ده زه يې تاته سپارم هغه خپل پلار ته ورسوه. . .

ابو قدامه وايي ما چې دا خبرې واوريدې، ماته ژړا راغله . . .

نو هغې هلک وويل: اې کاکا ته ولې ژاړي؟

که چيرى زما په ماشومتوب ژاړې، نو که چيرې زما نه دکم عمر والا کس هم د الله پاک نافرمانې وکړې نو هغه ته به هم الله تعالې عذاب ورکوي .

ما ورته وويل: زه ستا په کم عمري باندې نه ژاړم لکن چې ستا دمور زړه ته سوچ وکړم نو ژاړم او په دې باندې ژاړم چې ستا دشهادت نه پس به په هغې څه تيريږې. . .

په هر حال زمونږ لښکر روان شو مابه د دغه هلک معمولاتو ته په غور کتل چې د الله تعالې د ذکر نه به نه غافله کيدو ، چې زمونږ لښکر به روان وو نو هغه به ښه آس چلوونکي وو او چې کله به په يو ځاي کې مونږه دمه شوو هغه به زمونږ خدمت ګار جوړ شو !

#‏يوه_ورځ‬ مونږ دلمر ډوبيدو په وخت کې د دوښمن دسيمې سره نږدي ديره شوو. مونږ ټول روژه دار وو ، په دې وجه دغه ځوان زمونږ د روژه ماتې دپاره خوراک پخولو ، ناڅاپه خوب واخيست او ويده شو، په خوب کې يې وخندل، چې کله را ويښ شو نو ما ورته وويل زويه تا په خوب کې خندل؟

هغې وويل: چې ما خوب ليدو چې زه په يو نا آشنا شين باغ کې يم زه په هغې کي ګرځيدم چې ما دسپينو زرو يو محل وليدلو چې په هغې کې ملغلرې او جواهرات لګيدلې وو دهغې دسرو زرو په دروازو باندې پردې ځوړندي وې ، ناڅاپه ما وليدل: چې يو څو پيغلو جينکو هغه پردې لرې کړې ، دهغه جينکو مخونه د سپوږمۍ په شان ښايسته وو، هغوي ماته وکتل نو په خير راغلاست يې وويل: ما په هغوي کي يوي ته لاس ور واچولو نو هغي ماته وويل: چې تلوار مه کوه اوس لا ددي وخت نه دي راغلي، بيا ما واوريدل: چې هغوي يوې بلې ته وويل : چې دا دمرضيې خاوند دي ، بيا هغوي ماته وويل : چې په تا دې دالله تعالې رحمت وې لږ مخکې لاړ شه. . .زه مخکې لاړم ، دهغې ځاي په يوه سيمه کې يوه دسرو زرو کوټه يعنې خونه وه، چې په هغې کې دشنو زمرودو يو کټ پروت وو چې دهغې پښې د سپينو زرو وې په هغې کې يوه نجلۍ ناسته وه چې دهغې مخ د نور په شان ځليده. . .که چيرې الله تعالې زما نظر مظبوط کړې نه وې، نو د هغې خونې او دهغې نجلۍ ښايست به زما عقل ختم کړي وو، او زما سترګې به ړندې شوي وې. چې کله هغې نجلۍ زه وليدم. . .

نو وويل : پخير راغلې، پخير راغلې، اي د الله تعالي ولې ! دهغه محبوبه ! ته زما يې او زه ستا يم . . .

ما غوښتل چې زه دا دخپلې سينې سره يو ځاي کړم نو هغې وويل :صبر وکړه تلوار مه کوه زما او ستا ملاقات به سبا د ماسپښين دلمانځه په وخت کيږې. . .

ابو قدامه وايي : چې خوب مې واوريدو نو ومې ويل: چې زويه تا ډيره د خير خبره ليدلې ده . دسبا په وخت کې دجنګ اعلان وشو زمونږ ټولو نه مخکي دغه ځوان حمله وکړه او دوښمن يې قتل کړو او دهغوي په صفونو کى منځ ته ورسيدو، په دغه ورځ ډير زيات مسلمانان شهيدان شول ، چې کله جنګ ختم شو ، زه په خپل آس باندې په مړو کې ګرځيدم، دهغوي وينې په ځمکه بهيدې، او د ډيرو وينو او ډيرو دوړو په وجه دهغوي پيژندنه نه کيدله ، زه لا ګرځيدم چې همدغه ځوان مې په خاورو او وينو کې پروت وليدو، او په زخمې حالت کې يې ويل : چې اي مسلمانانو ! زما کاکا ابو قدامه ماته را وليږې ، زه هغې ته ورغلم، دهغه مخ د وينو او خاورو په وجه نه پيژندل کيدو، ما ورته وويل : چې زه ابو قدامه يم .

هغې وويل : چې کاکا دکعبي په رب مې دې قسم وې چې زما خوب رښتيا شو ، زه دهغې رسۍ والا ښځې زوي يم. . .

ابو قدامه وايي:چې ما دهغې سر په خپله غيږ کې کيښود، او په تندې مې ښکل کړو،

ما ورته وويل: چې خوږه زويه! دقيامت په ورځ دشفاعت په وخت خپل کاکا ابو قدامه مه هيروه. هغه وويل : چې ستا په شان خلک هيريږې نه .

کاکاجانه ! هغه حوره د کومې چې ما تاته د شپې ذکر کړي وو هغه زما سرته ولاړه ده او ما ته وايې تلوار کوه زه ډيره مشتاقه يم، اي کاکا ! که چيرې ته بيرته لاړې نو زما غمجنې او بې آرامه مور ته به زما د وينو لړلې جامې ورکړي چې هغې ته معلومه شې چې ما دهغې وصيت پوره کړو، او د دوښمنانو سره ما په جنګ کې کمزورې نه ده ښکاره کړې، او زما سلام به ورته ووايې: او ورته به ووايې: چې ستا تحفه الله پاک قبوله کړې ده، او اي کاکا ! زما يوه کوچني خور ده زه به چې کله د بهر نه راتلم نو هغه به ماته راتله او ماته به يې سلام ويلو : او چې کله به زه بهر ته تلم نو د ټولو نه آخر کې به له ما نه جدا کيدله. . . اوس چې زه راتلم نو هغې ماته د رخصتولو په وخت کې وويل: چې ورورکه ! دالله د پاره په بيرته راتلو کې تلوار وکړه او ډير مه پاتې کيږه، ژر راځه، چې کله ستا دهغې سره ملاقات وشې، نو هغې ته زما سلام ووايه: او ورته ووايه: چې ستا ورور ويلې دي :

چې اي خـــــوږې خـــــــوري !!

اوس تر قيامته پوري الله تعالې ستا ساتونکي ده ، بيا هغه وخندل او وويل : چې زه ګواهې کوم چې د الله تعالې نه سوا بل څوک دعبادت لايق نشته، او زه ګواهې کوم چې حضرت محمد ( ص) د الله تعالې بنده او دهغه رسول دي .

ددي الفاظو د ويلو سره دهغه ساه وختله او شهيد شو. . .

مونږ هغه دفن کړو الله تعالې دي دده نه او زمونږ نه راضې شي . . . مونږ چې کله دهغه جنګ نه بيرته راغلو نو رقه ښار ته چې را ورسيدو، سمدستې دهغه ځوان کورته روان شوم،ما وليدل چې يوه ښايسته ماشومه چې په شکل او ښايست کې دهغه ځوان په شان وه په دروازه کې ولاړه ده، او د هر تيريدونکې نه تپوس کوې چې کاکا ته دکوم ځاي نه راغلې؟ هغه ځواب ورکړي چي دجهاد نه، دا بيا تپوس کوې چې زما ورور تاسو سره بيرته رانغلو. . . ؟ هغه ورته وايې : چې زه ستا ورور نه پيژنم.

ابو قدامه وايي چې ما دا واوريدل نو زه ورغلم زما نه يې هم داسې تپوس وکړو چې کاکا ته دکوم ځاي نه راغلې؟ ما ورته وويل: چې زه دجهاد نه راغلي يم.

هغې وويل: چې زما ورور ستاسو سره رانغى. . .څه؟ دا يې وويل: په ژړا شوه او ويل يې چې څه وجه ده ټول خلک راځې او زما ورور تر اوسه رانغلو. . .

دهغې دا خبره چې ما واوريده، نو ماته هم ژړا راغله ، خو ما دهغې ماشومي دخاطره ځان کلک کړو!

ما وويل: د کور څښتنې ته ووايه:

چې د ابو قدامه سره خبري وکړه؟

زما آواز يې واوريدو، نو هغه ښځه را ووتله، ما ورته سلام وکړو ! دهغې ځواب يې وکړو او وويل:چې اى ابو قدامه زيري دې راوړي دي ، يا تعذيت ته راغلي يې؟ ما ورته وويل: چې ته ما دخپلې خبري په مطلب پوه کړه،هغې وويل: که زما زوي بيرته راغلي وې نو بيا خو تعذيت وکړه! او که شهيد شوي وې نو بيا خوشخبرې واوروه!
ما ورته وويل: چې خوشحاله شه الله تعالې ستا تحفه قبوله کړې ده. هغې وژړل او وويل: چې رښتيا يې قبوله کړې ده؟ ما ورته وويل: چې هـــــو! هغې وويل: چې ټول تعريفونه الله تعالې لــره دې ، چا چې زما زوي زما لپاره د آخرت ذخيره جوړ کړو.

بيا زه هغې ماشومې ته نږدې شوم،او ما ورته وويل: چې لــورجانې ! ستا ورور په تا سلام ويلي دي ، او ويل يې چې زما نه پس الله تعالې ستا ساتونکي ده.

دا يې چې واوريدل: نو هغې ماشومي چيغه وکړه ، او بې هــوښه شوه، لــږ ساعت پس چې ما هغه خوزوله نو ســـاه يې ختلې وه. . .

ما دهغه ځوان جامې دهغه مــور ته ورکړي او بيرته راغلم.

نو دهغې ځوان او ماشومي د وفات په صدمه او دهغې ښځې په صبر او استقلال باندي حـــــيران شـــــــــوم.

الله تعالې دې زمونږ صغيره او کبيره ګناهونه را وبښې.

ابو غريب زندان را مات کړه

په سپين رخسار باندي مې جوړ دې پرهرونه

له وخت راکولو نه مو نړۍ مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x