افغانستان

قومي شورا غونډه – پر ناوړه دودونو بنديز

nangerhar_ghondaپښتون يو آرين قوم دى، آريايانو ډېر ناوړه او ښه دودونه درلودل؛ گوندي تربگني، دښمني د چا پښې وهل او جوړ کار يي ورانول  دا بدکارونه دي او هېواد پالونكي  يې په ناوړه دودونه کې شمېري، چا ته لاس ورکول، ژبه كول، په وعده وفا کول، رښتيا ويل، خلک نه غولول، ښه راغلاست، له كركې، جنگ او وحشت کار نه اخستل ، د چا ناموس ته نا وړه خيال په سر کې نه گرځول

په لور پيسي  نه اخيستل او د مړي په باب دودونه بندول ښه کاردي. سړي، چي اصيل وي؛ هغه هيڅکله داسې کار نه کوي، چي نور يې وغندي.

د يو رپوټ له مخې د خوږياڼيو د زاوې د ستر کلي مشرانو په يوه غونډه کې پرناوړه دودونو بنديز ولگاوه.
رپوټ وايي: د ننگرهار د خوږياڼيو د سيمې درې ولسواليو د هغې قومي شورا له پرېکړې سره ملتيا وکړه، چې په خپلو سيمو کې يې پر ناوړه دودونو بنديز ولگاوه.
په دې ولسواليو کې کږه، شېرزاد  او پچير و اگام شامل  دي او د درې واړو ولسواليو سيمه د يوه قوم خوږياڼي په نوم ياديږي.

د خوږياڼيو قومي شورا مشر حاجي رييس خان خوږياڼي ويلي دي:

په دې غونډه کې، چي د شهيد محمد زمان غمشريک په کور کې جوړه شوې وه او مشري يې حاجي محمد امان کوله پنځوس قومي مشرانو برخه اخيستي وه.
هغه زياته کړه، چې: د شورا اداري پلاوي يو شمېر مرستيالان، دوه مشاورين او يو مامور لري، چې پنځوس دايمي غړي به يې قومي پرېکړو ته د عمل جامه وراغوندي.

د نوموړي په وينا د کږې او پچير و اگام ولسواليو کې ټول د خوږياڼيو ابراهيم خېل اوسيږي.
د قومي شورا يو غړي مدير سيد نبي له غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې د لسگونو مشرانو له لوري لاسليک شوې لس ماده ييزه پرېکړه ليک ولوست.
په پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې:
د خوږياڼيو قومي شورا به د فساد و ظلم د مخنيوي ترڅنگ په دغو درې ولسواليو کې له هغه چا پېنځه لکه افغانۍ، دوه غويان او يوخروار وريجي جريمه اخلي؛ څوک، چې په تښتونه او ترور کې لاس ولري.

پرېکړه ليک زياتوي، چې په زور د واده په موخه د چا خور و لور ډزې کوي؛ هغه به هم پېنځه لکه افغانۍ، دوه غويان او يوخروار وريجي جريمه ورکوي.

په پرېکړه ليک کې راغلي که هرچا د اختر، جمعې  او جنازې په لمونوځونو او يا د خوښۍ په مراسمو کې پرخپل شخصي دښمن بريد وکړ؛ پېنځلس لکه افغانۍ، پېنځه غويان او ١٦٠ منه وريجي به جريمه ترې اخستل کيږي او مجرم به دولت ته سپارل کيږي.

د پرېکړې په شپږمه او اوومه ماده کې راغلي، چې د نشه يي تو کو کرونکي، توليدوونکي ، ليږدونکي او د نشه توکو لرونكى به قومي شورا ته شل لکه افغانۍ جريمه ورکوي او دولت ته به يي سپاري.
پرېکړه ليک زياتوي، چې:
قومي شورا حق لري، چې بډې اخيستونکي د بيارغونې په کارونو کې خنډاچونکي او د شورا له پرېکړو سرغړونکي ته به مناسبه سزا ټاکي.
په پېښورکې پخواني وکيل تجار حاجي امان په رپوټ کې څرگنده کړې ده، چې:  دى او کورنۍ يې په بشپړه توگه د قوم د پرېکړو ملاتړ کوي.
دوى لومړى د ختيځو ولاياتو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې ورور وژنې ته د پاي ټکى کيدي او د تعليمي ادارو په پرمختگ کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي له دولت او مرستنديه ټولنو څخه غوښتنه وکړه، چې له قومي شورا او يا  دې له درې ولسواليو سره يو ځاي د بندونو، څاه گانو او بيارغونې په پروژو کې مرسته وکړي.

زه د دغې شورا په جوړيدو او گټورو پرېکړو ډېر خوشحاله يم؛ ځکه، چې په خوږياڼيو كې دښمنۍ او تربگنۍ ډېرې دي، چې د دغې قومي شورا په جوړيدو به ټولې تربگنۍ او دښمنۍ اوارې شي او د دغې غريبې سيمې پرغريبو او بېوزلو خلکو د ارامۍ او هوساينې فضا خپره شي او هردم مرگ به يې د هرې شېبې په خوښۍ او خوشحالۍ  بدلې شي او له خلکو سره به ترهه او وېره يودم پاى ته ورسيږي؛ هر سړى به په خپله کرونده کي په ارام زړه کار کوي او سيمه به له غربت خلاصه شي.

زه په داسې حال کې، چې د دغه په ځاى اقدام له لامله د خوږياڼي قوم ته مبارکي ورکوم له دولت مې هيله داده، چې له دغه قوم سره په لازم وخت کې لازمه مرسته وکړي او که دا مهرباني، چې زه يې د دولت په غاړه فرض عين بولم له لاسه وشي د وزيرو په تنگي کې دې د برېښنا بند ورته جوړکړي او تور بينونه پرې ولگيږي؛ نو په دغه کار به د خوږياڼيو هر کور ته د برېښنا مزي وغزيږي او امکان لري، چې له فتح آباده  تېر ان ترسلطانپور پوري برېښنا ورکړي، چې هم به دولت او هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هراړخيزه گټه به ترې واخلي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x