افغانستان

کندهار : امريکايانو ۶ ولسي وګړي شهيدان او ۱۳ نور بنديان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د کورني ځواکونو په ملتیا شپني عمليات ترسره کړي .

يادو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ د سنګبر په سيمه کې تېر ماخوستن ناوخته په داسي حال کې چاپه ووهل چې پر سر یې ډول ډول الوتکي هم ګرځېدې.

د سیمي خلک وايي چې په ياده چاپه کې د سنګبر د سيمي اوسېدونکي شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان شول او ۱۳ تنه نور د ګډو ځواکونو په الوتکو کې نامعلوم لوري ته انتقال شوه.

د يادو تلفاتو سربېره د ځايي خلګو ۱۵ موټرسايکلونه او يو موټر هم سوځول شوي .

دا لومړی ځل نه دی چې په ميوند ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته درانه ملکي تلفات اوړي، وړاندي تر دې هم په دغه سیمه کې ګڼ شمېر ولسي وګړي د طالبانو او مخالفو وسلوالو ډلو په تور بمبار شوي او وژل شوي دي . څو ورځي مخکي د شاولیکوټ د بوري په سیمه کې هم ګډوځواکونو شپني عملیات کړي وه چې له امله یې د ولسي وګړو د وژل کیدو تر څنګ درانه مالي زیانونه اوښتې وه.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې ددوی سره انتقامي چلند کیږي، کله چې طالبان پر امنیتي ځواکونو عملیات وکړي او هغوی ته درانه تلفات واړوي ، په جواب کې يې امنیتي ځواکونه د ځايي اوسیدونکو څخه غچ اخلي او د طالبانو په ملاتړ یې تورنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x