افغانستان

طالبانو د ننګرهار په یوه جومات کې برید وغانده

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د مزینې کلي په جامع مسجد کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه وشوه، چې له امله یې د مسجد د امام په ګډون څلور تنه وژل شوي او تر دېرشو زیات ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې «اسلامي امارت» دغه چاودنه په کلکو ټکو غندي.

نوموړي دغه چاودنه یو ناروا او د «دښمن د استخباراتي کړیو» شریر کار وباله چې په دغه توګه غواړي «جهادي بهیر» بدنام کړي.

مجاهد زیاته کړې: «ملت پوهیږي چې اسلامي امارت دداسې کړونو اجازه چاته نه ورکوي، موږ په پيښه کې له دردمنو کورنیو سره خواخوږي ښيو، متضررینو ته صحت دعا کوو»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x