افغانستان

امریکي اوبرطانیی له طالبانو سره دمذاکراتو په اړه له ملګروملتونو څخه مرسته غوښتي ده

afghanistan_taliban(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳)لندن: امریکه اوبرطانیه غواړي چي پرملګروملتونو باندی زور راولي ترڅو کوښښ وکړي چۍ طالبان دخبرو میز ته کښینوي، یوي برطانوي ورځپاڼي خبرنشر کړی دي وایی چي امریکایانو له ملګروملتونو څخه غوښتي دي چي دطالبانو دحکومت دوخت دلوړرتبه چارواکو نومونه له تور لیسټ څخه وباسي.

ورځپاڼي زیاته کړي ده چي روانه میاشت کي به د ۱۸لوړرتبه طالب چارواکونمونه له تورلیسټ څخه لري کړل شي، په رپورټ کي ویل شوي چي دافغانستان حکومت به د ۴۷ طالب چارواکو نمونو له ۱۶ جون څخه مخکي د ملګروملتونو دبندیزلګولو اداري ته وسپاري، لیکن افغاني اداري تراوسه پوري یوازي د ۱۸ کسانو په اړه اسناد برابر کړی دي.

دیادولو وړ ده چي ټول هغه خلګ دچاچي نومونه دملګرملتونو په تورلیسټ کي شامل شوی دي، کچیري څوک وغواړی چي ددغو کسانو نومونه بیرته له توره لیسټه څخه وایستل شي نو دملګروملتونو دپنځو دایمي غړوموافقه لازمي ده، روسیی لاله پخوا څخه خبرداري ورکړی دي چي روسیه به دهرهغه اقدام مخالفت وکړي کوم چي غواړي دطالب چارواکونمونه دي له تورلیسټه څخه ووزي.

دامریکي اوبرطانیی له لوري له دارنګه هڅو څخه څرګندیږي چي امریکایان اوملګري یی نور په افغانستان کي له جنګ څځه ترپوزي راغلي اوغواړي که په هرډول سره وي مسئله دخبروله لاري حل کړی.

دافغانستان دحکومت یو وزیر ویلي چي پرطالبانو باندي له بندیزونو لګولو څخه وروسته به طالبانوته لاره هواره شي ترڅو په کوم دریم هیواد کي سیاسي نمایندګي خلاصه کړي.

بخت الرحمن بخت …………… نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x