نړۍ

د ستوغ چلند له کبله اردوګان د امریکا سفر په نیمايي کې پریښود

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوګان» چې د سوک وهنې نړیوال اتل «محمد علي» په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، خپل سفر په نیمايي کې پریښی او بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دی.

د «حریت» په نامه یوې ترکۍ ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلي اردوګان غوښتل چې د محمد علي په جنازه کې د قرآن کریم تلاوت وکړي خو د امریکا امنیتي کسانو اجازه نه وه ورکړې.

نوموړې ورځپاڼه د ترکیې په ولسمشریزې ماڼۍ کې د یوې سرچینې له قوله زیاتوي چې ښاغلي اردوګان همدغه راز هڅه کړې وه چې د سوک وهنې نړیوال اتل په تابوت باندې د کعبې شریفې د پوښ یوه ټوټه کښیږدي خو د امنیتي کسانو لخوا نه وه پریښودل شوی.

له بلې خوا «فرانس پریس» خبري اژانس ویلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له کنتاکي ایالت څخه ځکه بیرته ګرځیدلی چې د جنازې د نظم او ضبط مسئولینو یې په ښه توګه هرکلی نه وه کړی او په جنازه کې د وینا اجازه نه وه ورکړل شوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د دغه هیواد د دیني چارو او انرژۍ وزیرانو په ملتیا د سوک وهنې نړیوال اتل «محمد علي» په جنازه کې د ګډون په موخه تېره ورځ د امریکا کنتاکي ایالت ته تللی وه. ټاکل شوې وه چې نوموړی به د جمعې ورځې تر ماښامه هلته پاتې شي خو په ناڅاپي ډول یې د سفر د نه بشپړولو او بیرته ګرځیدو پرېکړه کړې.

د ترکیې «دوغان» خبري اژانس وايي چې ښايي د ولسمشر اردوګان د امنیتي ګارډ او د امریکايي امنیتي کسانو ترمینځ شخړه رامینځته شوې وي او دا کار د دې لامل ګرځیدلی وي چې نوموړی په نیمايي لار کې له سفره راوګرځي.

د ترکیې په ولسمشریزې ماڼۍ کې چارواکو رسنیو ته څرګنده کړې چې ولسمشر اردوګان به نن بیرته استانبول ته راورسېږي.

باید وویل شي چې د تېرې مارچ په میاشت کې ولسمشر اردوګان د اټومي امنیت په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی وه، چې هغه مهال هم په نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړی په امریکا کې له سوړ هرکلي سره مخ شوی دی او سپینې ماڼۍ یې هغه غوښتنه نه وه منلې چې د غونډې په څنډو کې به له ولسمشر اوباما سر ه په ګډه په واشنګټن کې د ترکي مسجد پرانیستنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x