افغانستان

دوستمي ملېشو خپلمنځي جګړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې د جنرال دوستم اړوند ملېشو خپلمنځو کې جګړه کړې چې نېږدې ۱۰ کسان یې مړه او ژوبل کړي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کرین یورش ویلي چې جګړه د جنرال دوستم د دوه پلویانو تر منځ شوې ده. هغه ویلي چې د فاریاب د ولایتي شورا غړي سمیع خیرخوا او قومندان غفور تر منځ د سهار ۴ بجو څخه جګړه ونښتله چې پوره اته ساعته يې دوام وکړ.

د یورش په وینا په جګړه کې د سمیع خیرخوا ۴ ملګري وژل شوي او د قومندان غفور ۵ ملګري ژوبل شوي دي.

قومندان غفور د ولسمشر غني لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي قومندان دی او سمیع خیرخوا هم د دغه ګوند مهم غړی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي سیدعبدالباقي هاشمي ویلي چې په جګړه کې د سمیع خیرخوا څلور خپلوان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا په جګړه کې د ولایتي شورا وکیل مور هم وژل شوې او خور له دوه ماشومانو سره ټپي شوې ده.

پژواک خبري اژانس ته یوې سرچېنې ویلي چې بلچراغ ولسوالۍ ته یوه چورلکه رسېدلې خو د یاد وکیل کور لا هم د قومندان غفور تر کلکې محاصرې لاندې وو.

هغه وویل چې خپله شخصا سمیع الله خیرخوا د ولسوالۍ مرکز ته ځان رسولی و.

د دوستم د خپلسرو وسله‌والو تر منځ د جګړو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دغه ډله د جمعیت سره هم په سخته جګړه کې ښکېل ده.

څه موده وړاندې د دواړو لورو تر منځ په یوه جګړه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان و وژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x