افغانستان

چین پر نړیوالو غږ کړی چې د پاکستان د ازادۍ احترام وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): راپور او تحلیل: بخت الرحمن بخت: د چین د بهرنیو چاروز وزرات ویاند هانګ لي، تېره ورځ له خبري رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې بې سارې قربانۍ ورکړي او باید نړیواله ټولنه د پاکستان د قربانیو او هڅو ستاینه وکړي.

هانګ لي زیاته کړه چې افغانستان کې د اوږد مهالي امن او سولي لپاره څلور اړخیزي غونډي او هڅي ښه پرمختګ وو او باید روانې وساتل شي.

د کندهار د ریګستان او د بلوچستان په نوشکي سیمه کي چې کله د امریکایي ځواکونو د بي پیلوټه الوتکي په برید کي د طالبانو د اسلامي امارت مشر اختر محمد منصور و وژل شو، له هغه څخه وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي.

د امریکایانو له لوري په نوشکي سیمه کي له برید څخه وروسته د پاکستان حکومت سخته خواشیني څرګنده کړي وه او دغه برید یی دپاکستان پرارضي تمامیت باندي د امریکایانو له لوري تیری بللی، او ګواښ یی کړی وو چې نور يي زغم ختم شوی او دا ډول بریدونه به په خپله خاوره باندي ونه زغمي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز راحیل شریف هم په راولپندۍ کي یوي حکومتي غونډي ته دوینا پرمهال وویل چې د هیچا له لوري به د پاکستان پرخاوره باندي تیری ونه مني. هغه وویل چې د طالبانو مشر ایران، دبۍ او بحرین ته سفرونه کړي او امریکایانو ولي نوموړی په دبۍ، ایران او بحرین کې نه په نښه کاوو.

داسي فکر کیږي چې یواځی دا ډرون برید نه دي چې د پاکستان حکومت یی ډير غوسه کړی، ځکه له دي څخه وړاندي هم پاکستان کي دننه د امریکايي بي پیلوټه الوتکو له لوري بي شماره د ډرون بریدونه شوي او یو دوه واره خو بیخي په پاکستان کي دننه امریکایانو پوځي مداخلې کړي، چې یوځل یی په ایبټ اباد کي په هغه کور چاپه واچوله چې ویل کېدل چې د القاعده مشر اسامه په کې اوسېدلو. بل ځل یې د پاکستاني عسکرو یوه پوسته باندي برید وکړ چې له ۳۰ دیرشو تنو څخه زیات پاکستاني فوځیان یی ووژل او پاکستان یی په وړاندي د لږ وخت لپاره احتجاج هم وکړ، خو وروسته خبره ژر سړه شوه.

دا ځل پاکستان له څو اړخونو څخه په نښه شوی، په سوداګریز ډګر کي د چابهار بندر دي چې پاکستان یی له اندیښنې سره مخ کړی، د چابهار بندر د هندوستان، افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو موخو لپاره پرانیستل شوی، چې کیدای شي د بلوچستان د ګوادر بندر باندي به مستقیما اغېز وغورځوي او د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز په نوم ستره پروژه چې ګوادر او کاشغر به سره وصل کوي او د چین هیواد له لوري د ۴۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پیلیږي هم زیانمنه کړي.

پر دې سربېره په دي وروستیو کي د امریکا او هندوستان اړیکو پاکستان سخت خواشینی کړی، دري ورځي وړاندي د هندوستان لومړي وزیر نریندر مودي امریکا ته سفر کړی، د امریکايی چارواکو له لوري د نوموړي تود هرکلی شوی، د نوموړي د خپل سفر پر وخت له امریکا سره ځینی مهم امنیتي او ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي، د امریکا ګانګریس ته د وینا پرمهال نریندر مودي امریکا په سیمه کي خپل نژدي دوست او ملګری بللی.

مودي ویلي وو چې هند او امریکا په سیمه کي ګډې ګټي لري او دواړه هیوادونو د خپلو ګډو او مشترکو ګټو لپاره په هماهنګۍ سره کارکوي. نوموړي د خپلي وینا پرمهال افغانستان ته هم اشاره وکړه او زیاته یی کړه چې په افغانستان کي د هند او امریکا د دواړو هیوادونو ګټې ګډې دي او دغه هیواد کي به د خپلو ګټو د ساتلو په موخه د سولییز افغانستان لپاره یوځای کار کوي.

د امریکا کانګریس ته د هندوستان د لومړي وزیر له وینا څخه وروسته دپاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وزیر ښاغلي سرتاج عزیز د یوي خبري غونډي پرمهال رسنیو ته وویل چې امریکا باید په سیمه کي په خاصه توګه سویلي اسیا کي د ځواک او قوت توازن په نظر کي ونیسي.

دغه سیمه کي د هیوادونو د ځواک او قوت د عدم توازن په صورت کي کړکیچ رامنځ ته کیدای شي او د سیمي امنیت له ګواښ سره مخ کیدلای شي.

هند هڅه کوي سږکال د(این ایس جي) دنړیوال اتومي امنیتي ګروپ غړیتوب ترلاسه کړي، چې چین او پاکستان یی مخالفت کوي، نړیوال اتومي امنیتي ګروپ چې تراوسه پوري ۴۸ هیوادونه ددغه ګروپ غړیتوب لري، او په نړۍ کي د اتومي وسلو او هغه موادو چې اتومي وسلو جوړولو کي ورڅخه ګټه اخیستل کیږي د پراخوالي مخنیوی کوي.

دتیري پنجشنبي په ورځ په ویانا کي ددغه ګروپ د غړو هیوادونو له لوري یوه غونډه رابلل شوي وه، د دغي غونډي برخه والو هیوادونو څخه ځیني هغه هیوادونه چي وړاندي یی د هند هیواد د غړیتوب مخه نیولي وه نرمي ښودلي، که څه هم تراوسه پوري د هندوستان هیواد د ایټمي وسلو د نه پراخوالي پر قراراداد باندي لاسلیک نه دي کړی، چي د نړیوال امنیتي ګروپ یا (این ایس جي) غړیتوب لپاره د دغه قراردار لاسیلیکول هم رول لري، بیا هم داسي نښي نښاني لیدل کیږي چي دهندوستان هیواد دي د نړیوال ایټمي امنیي ګروپ غړیتوب ترلاسه کړي کوم چي پاکستان او چین دواړه هیوادونه یی سخت مخالفت کوي.

تیره ورځ د ترکي، سویلي افریقي، او نیوزیلنډ په شمول ځیني نورو هیوادونه ویلی وو هغه هیواد چي دایټمي وسلو دپراخوالي دمخنیوي قراردار یا (این پي ټي) یی نه وي لاسلیک کړی کولای شي چي د نړیوال اتومي امنیتي ګروپ یا (این ایس جي) غړیتوب ترلاسه کړي، چي داخپله دځیني هیوادونه له لوري هغه ډول څرګندونې دي کوم چې دهندوستان لپاره لاره هواره وي چي د (این ایس جي) غړیتوب تر لاسه کړي.

پاکستان که په بهرنۍ پالیسۍ ته تغییر ورنکړي ډير ژر به دغه هېواد هم په سیمه او هم نړۍ کې حاشیې ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x