په لوى كندهار كي ميشت معلولين وايي چي دولت يي ژوند او د روانو ناخوالو ختمولو ته هيڅ ډول توجه نه ده ك
كه څه هم ولسي جرګې د معلولينو حقونه په نړيوال کنوانسيون کې د افغانستان غړيتوب د رايو پر اکثريت تصويب کړ.
او په دغه کنوانسيون کې د افغانستان د غړيتوب تصويب د هېواد وضعيت ته په کتو سره، چې دېرش کاله جګړه په کې تېره شوې ده، مهم دى او په تصويب سره يې د معلولينو د ستونزو د هوارولو او اړتياوو د پوره کولو لپاره د نړيوالې ټولنې پاملرنه جلبېږي
او معلولين يي خوشبين كړي خو دا مهال په هيواد كي معلولين زيات له ستونزو سره مخ دي او هر وخت يي د بل لاس ته سترګي وي .
په لوى كندهار كي ميشت معلولين وايي چي دولت يي ژوند او د روانو ناخوالو ختمولو ته هيڅ ډول توجه نه ده كړي چي ورځ تر بلي يي په ژوند كي كړاوونه ريښي غځوي .
خو د كار ، ټولنيزو چارو ، معلولينو او شهيدانو د رياست رئيس وايي چي په زرګونو معلولينو ته يي د كار كولو زمينه برابره كړي ده .
جنګ ځپلي او ماينو پوښلي سيمه سويلي حوزه چي كندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونه يي غړيتوب لري د هيواد دنورو سيمو په پرتله زيات هغه معلولين لري چي په جګړو ، ماينونو او نورو ورته پيښو كي يي د بدن مهم غړي د لاسه وركړي.
دا مهال په ټول كندهار كي ۲۰۰۰۰ تنه هغه معلولين د مجبورۍ له مخي د بل لاس ته كتو سره ژوند كوي چي روان ديرشو كلينو ناخوالو يي د بدن غړي له منځه وړي او يا يي هم له كاره اچولي دي .
د دي ولايت معلولين وايي چي پرته له څو تنو ملي سوداګرو دولت او بل چا هيڅ پاملرنه نه ده وركړي او نه هم په كوم ځاى په كار ګمارل سوي دي .
دا معلولين وايي كه يي ژوند ته پاملرنه ونه سي نو نوري زياتي ستونزي به هم وويني .
د روسانو سره د جهاد پر مهال او د طالبانو د واكمنى په وخت كي دوه تنه معيوب سوي كسان وائې .
په كندهار كي د كار او ټولنيزو چارو د رياست رئيس رفيع الله مجددي وايي چي دوى له شلو زرو تنو معلولينو څخه يوازي اووه زره تنه معلولين او د شهيدانو وارثين د ځانه سره ثبت كړي چي په دي شمير معلولينو ته د ټاكل شوو تنخواګانو د وركولو تر څنګ د حرفوي زده كړو زمينه هم برابره سوي ده .
هغه وويل كه څه هم په تيرو كلنو كي د معلولينو او د شهيدانو د كورنيو تنخواګاني لږ وي خو سږ كال د هر تن دپاره ۱۸۰۰۰ افغانې ټاكل سوي دي .
اسدالله زړه سواند:كندهار