افغانستان

پاکستان: امریکا دې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات وکړي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې راحیل شریف نن په رولپنډۍ کې د پوځ په اعلی سرقومندانۍ کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره کتلي دي.

راحیل شریف له امریکايي چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په مرکزونو بریدونه وکړي او د دغه ډلې مشر ملا فضل الله په نښه کړي.

هغه ویلي چې پاکستان په دغه هېواد کې د افغانستان او هند د استخباراتو فعالیتونو نه شي زغملی. خبرپاڼې د افغان او هند استخباراتو فعالیتونه نه دي په ګوته کړي.

راحیل شریف همدا راز امریکايي لوري ته ویلي چې د مۍ ۲۱مې ډرون برید د پاکستان د ازادۍ او خودمختارۍ خلاف و او دا ډول بریدونه د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکو کې خنډونه رامنځته کولای شي.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او قومندانان په افغانستان کې پټ دي او له دغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه نیسي.

پاکستان لا تر دې دمه په دې اړه کره شواهد نه وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x