افغانستان

کندوز: طالبانو له ژمنې سره سم د یوه زوی په غوښتنه د هغه عسکر پلار خوشې کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو طالبانو د ملي اردو هغه عسکر چې په کندوز ولایت کې یې له لسګونو نورو کسانو سره نیولی او بیا یې د بایومیټریک پر مټ له ملکي وګړو خلکو څخه جلا کړی و، د ژمنې سره سم د هغه د زوی په غوښتنه خوشې کړی دی.

په کندوز کې طالبانو ته نېږدې سرچېنو ویلي وو چې د جعفر علي زوی حسین علي دوی ته د فیسبوکي پیغام له لارې غوښتنه کړې وه چې پلار يې بېګناه دی هغه دې خوشې کړي، دوی به ټول عمر ورته دعاوې وکړي.

طالبانو د یاد عسکر د زوی په ځواب کې ویلي وو چې جعفر علي به د روژې په پنځمه خوشې کړي ځکه هغه د ډیر عمر سړی دی، او د دوی څېړنې ښيي چې هغه لومړی دکاندار و، بیا د اربکیانو څخه په تنګ راغلی و او کابل ته تللی و، خو د هغه بایومیټرک معلومات او انځورونه ښيي چې د ملي اردو عسکر پاتې شوی دی.

تازه په کندوز کې د طالبانو نېږدې سرچېنې وايي چې طالبانو د خپلې ژمنې سره سم هغه د روژې په پنځمه خوشې کړی دی او کور ته رسېدلی دی.

طالبانو د هغه د زوی هغه پیغام هم خپور کړی دی چې په کې د ملي اردو د عسکر زوی کور ته د خپل پلار د رسېدو پخلی کوي او له طالبانو مننه کوي.

هغه په ژړغوني غږ وايي چې «سلام علیکم، قومندان صاحب تلیفون باندې مو ډیر کوښښ وکړ، تلیفون مو کار نه کولو، تاسو ویلي وو چې کله مو پلار کور ته ورسېد نو احوال درکړو، پلار مې دوه ساعته وړاندې کور ته را رسېدلی، ډير خوشحاله یم چې زما پلار مو راخوشې کړ، په کور کې مو ډیره خوشحالي ده. ډیره مننه چې زما پلار مو خوشې کړ. ژمنه درسره کوم چې پلار ته به مو هېڅکله اجازت ورنه کړو چې بیا ملي اردو ته ولاړ شي».

هغه زیاتوي چې «ټوله کورنۍ مو له تاسو مننه کوي، ډير خوشحاله شو، ډیر خوشحاله شو».

د یادوني وړ ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو د شپې ناوخته په کندوز کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د مسافر وړونکو بسونو څخه ښکته کړل، د عیني شاهدانو په وینا طالبانو ددوی تر نیول کیدو ورسته د ملي اردو عسکر د عادي مسافرو څخه د بایو میټرک سیسټم په واسطه جلا کړل.

هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې تر ۱۵۰ زیات ولسي وګړي یې خوشي کړي او یو شمېر عسکرو چې د تېښتې هڅه يې کړې وه د طالبانو سره په اخ او ډب کې وژل شوي دي او پاتې کسان اوس هم د طالبانو سره دي.

په دې وروستیو کې ویل کیدل چې یوازې اته کسان د طالبانو سره پاتې دي چې تر دې دمه یې برخلیک معلوم نه دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په لویو لارو کې د مسافرو له مېنځه د امنیتي سرتیرو د راجلا کولو لړۍ وروسته تر هغه پیل کړه چې تېره میاشت د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ۱۵۰ تنه مسافرین له طالبانو سره د تړاو په تور د سفر پر مهال له بسونو کښته کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x