افغانستان

امریکایان بیا د جګړې ډګر ته را ګرځي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د سپيني ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ هغه راپورونه تایید کړه چې وايي امریکايي عسکر یو ځل بیا د افغاني عسکرو تر څنګ د جګړې ډګر ته را ښکته کیږي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د امریکا میشت عسکر به تر روزني او مشاورتي دندې سربېره اوس د افغاني ځواکونو تر څنګ د جګړې ډګر ته هم ځي، په بمباریو او شپنیزو عملیاتو کې به هم فعاله ونډه اخلي.

که څه هم په تېر یو نیم کال کې امریکايي ځواکونو په چاپو او بمباریو کې د افغاني ځواکونو تر څنګ په جګړه او عملیاتو کې پوره برخه اخیستې خو اوباما اعلان کړی وو چې د کال ۲۰۱۴ په پای ته رسیدو سره به په افغانستان کې نور د امریکايي ځواکونو جګړیز ماموریت پای ته ورسیږي. نوموړي ویلي وه، پاته ۹۸۰۰ عسکر به افغاني ځواکونو ته مشوره او روزونه ورکوي او په جګړه کې به یوازي هغه وخت برخه اخلي کله چې ددوی خپل امنیت تر ګواښ لاندي وي او یا هم د افغاني ځواکونو د ساتني په خاطر وي.

اوباما په لومړني او بیا په دوهم ځلي انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به پای ته رسوي، مګر د کتونکو په وینا نوموړی د خپل دویمي دورې تر پای ته رسیدو مخکې یو ځل بیا د افغانستان جګړې ته مخه کړه، او د بوش څخه په میراث ور پاته جګړه به راتلونکي ولسمشر ته په میراث پریږدي.

له هغه راهیسي چې لومړني امریکايي عسکر د افغانستان پر ځمکه پښه ایښې، تر اوسه تر ۱۵ کلنو زیاته موده شوې، د امریکايي عسکرو شمېر په کال ۲۰۱۱ کې تر سل زره هم زیات شو، د امریکايي رسنیو د شمېرنو او احصائیاتو له مخې تر ۲۰۰۰ زیات امریکايي عسکر په دغه جګړه کې وژل شوي.

باید وویل شي چې د جګړې ډګر ته د امریکايي ځواکونو بیرته را ګرځېدل که له یوه اړخه د افغاني ځواکونو مورال تقویه کوي له بله اړخه د طالبانو د جګړې انګیزه او داعیه تقویه کوي چې له امله به یې جګړه لا تونده، پيچلې او اوږده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x