د روژې مبارکه میاشت

د نوموتي عالم شیخ ابن باز (رحمه الله) رساله دروژې مبارکې په اړه – لومړۍ برخه

ژباړنه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

السلام علیکم وړحمة الله و برکاته “امّا بعد” مسلمانانو! تاسو په یوه ستره او مبارکه میاشت کې قرار لرئ، خبر دار! هغه د رمضان  مبارکه میاشت ده: د روژو میاشت ده، د قیام میاشت ده، د قرآن د تلاوت میاشت ده، له دوږخ نه د خلاصون میاشت ده، د بښنې میاشت ده، د خیراتونو او ښېګڼو میاشت ده، داسې یوه میاشت ده، چې د جنت دروازې پکې پرانستل کېږي، نېکۍ پکې دوه برابره کېږي، د مسلمان تېروتنې پکې بښلی کېږي، داسې یوه میاشت ده، چې دعاوې پکې قبلېږی، درجې پکې لوړېږې او ګناهونه پکې رزېږې؛ یوه داسې میاشت ده، چې الله پاک په خپلو بندګانو د ډول- ډول کراماتو پېرزوینې کوي او وه خپلو نژدې بندګانو ته ځانګړې تحفې ډالۍ کوي، یوه داسې میاشت ده؛ چې روژې یې الله پاک د اسلامي بنسټونو نه یو بنسټ ګرزولی؛ له ټولو نه غوره نبي “محمد” (صلی الله علیه و سلم) روژه و نیوله و خلکو ته یې د نیوللو سپارښتنه وګړه، ورته یې و فرمایل: «چاچې روژه د پوره باور اوثواب په موخه و نیوله، هغه ته  واړندنې ګناهونه بښلی کېږي، او چاچې د روژو شپې په عبادت تېرې کړې، هغه ته مخکنې ګناهونه بښل کېږې، او چاچې د “قدر” شپه په عبادت تېره کړه، هغه ته مخکنې ګناهونه بښل کېږي، میاشت ده، چې یوه شپه پکې تر (۱۰۰۰) میاشتو غوره ده، څوک یې چې له خیر ښېګڼې بې برخې شول، هغه له هره خیره محروم شول.» .

مسلمانانو! په ښه نیت سره یې احترام وکړئ، په روژو او شپني عبادت کې یې پوره کوښښ وکړئ، د نیکیو او ښو کړنو و لُور ته یو تر بل ور مخکې شئ؛ د رښتینې توبې په کښلو واړه ګناهونه و وینځئ؛ یو او بل ته په نصیحت او غوره توصیو ژبه و خوځوئ؛ یو له بل سره د ښې کړنې په تر سره کولو کې مرسته وکړئ، یو و بل ته د ښو کارونو په کړنه او د بدو، ناوړو په نه کړنه سپارښتنه وکړئ، یو او بل و غوره اعمالو ته را وبلئ؛ تر څو په باورې توګه د بریاوو دنګ مینار ته ورسئ(!)

د روژو په نیوللو کې ډېرې فایدې (ګټې) او لوی حکمتونه پټ دي، دهغوی له جملې نه:

– خپل نفس له بدو خویونو او نا وړه صفتونو نه پاکول دي، لکه: لویې، کبر، بخل …

– نفس په صبر، حلم او سخا سینګار ول دي.

– په هغه کړنو کې زیار ایستل دي، چې د الله پاک د خوښۍ او هغه ته د نږدېکت لامل ګرزي.

د روژې له ګټو نه دا هم دي، چې بنده د ځان اړتیاوې، کمزوري او ناداري و الله پاک ته څرګندوي، د هغه (جل جلا له) ستر نعمتونه ور یادېږي، دا راز د نادارو د لوږې په درد خبرېږي. په بنده د لوی الله پاک شکر واجب دی، باید د هغه (جل جلا له) نعمتونه د هغه د شکر د ادا کولو له پاره و لګول شي، له عامو مسلمانانو وروڼو، په تېره بیا له مسکنانو سره باید خوا خوږي په پام کې و نیولی شي.

لوی الله (جل جلا له) و تېرو ګټو ته په لاندې ایت کې اشاره کړې، فرمایې:

{ﻳﺎ ﺃﻳﻬﺎ ﺍﻟﺬﻳﻦ ﺁﻣﻨﻮﺍ ﻛُﺘﺐ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﺍﻟﺼِّﻴﺎﻡ ﻛﻤﺎ ﻛُﺘﺐ ﻋﻠﻰ ﺍﻟَّﺬﻳﻦ ﻣﻦ ﻗﺒﻠﻜﻢ ﻟﻌﻠَّﻜُﻢ ﺗﺘَّﻘُﻮﻥ} ‏[ ﺍﻟﺒﻘﺮﺓ 183: ‏] .

اې مؤمنانو! پر تاسو روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسو څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، د دې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي.

اوس نو تر لمر سپینه شوه، چې الله پاک پر موږ روژه د دې له پاره فرض کړې، چې د تقوی په زرین او سپېڅلي صفت باندې سنګار شو.

تقوی د الله پاک توحید دی، تقوی په الله پاک ایمان لرل دي، تقوی په نبي علیه السلام ایمان لرل دي. لنډه دا، چې تقوی دالله پاک او د هغه پیروي ده په مأموراتو او منهیاتو کې په ښه رغبت، کامله مینه او رهبت. روژه د تقوی یو اساسي او عمده لامل دی.

(ځکه نو باید د دې بنیادي لامل د سپېڅلتیا له پاره جدي هلې ځلې وکړو تر څو د خپل اصلې هدف په موندلو کې بریالي شو).

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x