افغانستان

په كندهار كي د ورستيو سيلاب ځپلو كورنيو سره د خوراكي او غيري خوراكي توكو مرسته وسوه

Kandahar_rainsددې ولايت چارواكي وايې چي دوې اوني وړاندي په كندهار كي سخت باران وسو چي له امله يې سيلابونه راووتل او ۵۰۰كورنيو ته يې ځاني او مالي زيان واړاوه

چي يوازي د څلورو سو تنو سره يې مرسته وسوه

سيلاب ځپلي كورني  بياوايې چي ددوي سره بايد په بيړنيو حالاتو كي مرسته سوي واې ،ددوي په وينا چي هغه وخت يې ورته سخته اړتيا درلودل

كه څه هم دوي اوني وړاندي په كندهار كي دسيلابونو د راوتو له امله ۵۰۰كورونه ويجاړ سوي وه خو ددې ولايت د ځاي چارواكو لخوا يوازي د ۴۰۰كورنيو سره د خوراكي او غيري خوراكي توكو مرسته وسوه

په كندهار كي د طبعي پېښو په وړاندي د مبازري رئيس محمد هاشم سدوزي وايې چي دا مرسته يې له هغو  څلور سوه درو څلويښتوكورنيو سره كړي چي په بشپړ ډول يې كورنه له منځه تللي دي

چي پكي غنم ،دال نخود ،غوړي ،كمپلي ، دفخلنځي سامان الات او روغتيايې درمل شامل دي

دده په خبره چي دغه توكي د اوكسپام ، ډبلو ايچ او اونورومرسته كوونكو ادارو له لوري دوي ته په واك كي وركول سوي

په تيرو سيلابونو كي ځپل سوي او مرسته ترلاسه كوونكي وايې چي ددوي سره بايد په بيړنيو حالاتو كي مرسته سوي وايې نه اوس ،

همداراز دوي زياتوي چي د نه مرستي نه دغه لږ مرسته هم ښه

پاته دي نه وي چي دوې اوني وړاندي په كندهار كي د سخت اورښت له امله سيلابونه راوتلي چي ټولټال پنځه سوه كورنيو ته يې ځاني او مالي تاوانونه واړول

خو دولتي چارواكو يوازي د څلورو سو په شاوخواكي د ځپل سوو كورنيو سره مرسته ترسره كړه.

اسدالله زړه سواند:كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x