شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

لکه تسپې یو په یو تار پییلي
په یو هدف په یوه لاره تللي

بختور بل کم بخت په ځان یې ویني
مونږه د نورو بیلیدل لیدلي

دا چې کړیږو د نفاق لامل دی
لکه یو تن یې وو  څو ځای پاشلي

بیا به د امن پرښته ورکه شي
که شولو بیل بیا مو هرڅه بایللي

چې یو مو سر نه وي یو بل به وژنو
پت او عزت به مو وي وړيا پلورلي

عاکفه لر او بر به ډار رانه کړي
که سره یو شو یوو به مونږ ښاغلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x