افغانستان

سراج الدین حقاني طالبان یووالي او اطاعت ته را بللي دي – غږیږ مرکه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویب پاڼي الاماره د خپل نوي مشر مرستیال سراج الدین حقاني ته منسوب یوه غږیږه مرکه خپره کړې چې په هغه کې نوموړي طالبانو ته د یووالي او اطاعت بلنه ورکړې.

د «مجاهد قلموالو سره د سراج الدین حقاني ناسته» تر عنوان لاندي د نوموړي سره د یو شمېر طالب لیکوالانو له لوري هغه وخت مرکه شوي کله چې لا د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور ژوندی وو.

د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د ملا اختر محمد منصور له لوري د طالبانو د «اسلامي امارت» مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی وو، خو د نوموړي تر وژل کېدو وروسته هم د طالبانو شوری پریکړه وکړه چې حقاني به د نوي مشر مولوي هبة الله اخوندزاده د مرستیال په توګه پاته کیږي.

د یادوني وړ ده چې سراج الدین حقاني تر ټاکل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړی په رسمي توګه رسنیز ظهور کوي او مطبوعاتي کانفرانس ته ورته په یوه غونډه کې ګډون کوي.

په غونډه کې یو شمېر کسانو د طالبانو او افغانستان اړوند ډول ډول پوښتني کړي او بیا سراج الدین حقاني هغوی ته جوابونه ورکړي دي.

دغه صوتي مرکه چې پر ټولنیزو پاڼو او د طالبانو په رسمي ویب پاڼه کې نشر شوی، نن ټکی اسیا یې هم د لا زیاتو معلوماتو او مهم لاسوند په حیث د خپلو لوستونکو سره کټ مټ شریکوي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x