افغانستان

د زابل امنيتي چارواکو ويلي چي د نا امنيو له كبله تړلي لاري بيرته پرانيزي

zabul-patrolدزابل امنيتي چارواکي وايي چې سږ کال به ددې ولايت دهغو ولسواليو لاري بيرته  پرانيزي کوم چې دامهال دټرافيک پرمخ د ناامنيو او نورو دلايلو له كبله تړلي دي

دزابل امنيه قومندان  وايي چي دا كار به د يوه منظم پلان له مخي كوي تر څو له يوې خوا خلګ په اساني سره پر لويو لارو تګ راتګ وكړي

او له بلي خوا به د خپلو سرتېرو له پاره د ځمكي دلاري په ښه ډول اكمالات كوي.

كه څه د زابل ولايت دمركزاو ولسواليو تر منځ يو شمېر لوي لاري دا مهال د امنتي ستونزو له كبله د ترافيكو پرخ تړلي دي خودزابل امنيتي چارواکي وايي چې سږ کال به ديو منظم پلان له مخي ددې ولايت دهغو ولسواليو لويي لارې بيا پرانيزي  چي د ناامنيو او ماينونو له كبله دټرافيکو پرمخ تړلي پاتي دزابل امنيه قومندان ډګروال عبدالمالک واحدي وايې چي دټولو امنيتي چارواکو سره يو ګډ پلان جوړ کړي چې په پلي کولو سره به يي ددې ولايت دهغو ولسواليو لارې پرانستل شي  چې اوس مهال دټرافيکو پرمخ تړلي دي

دده په خبره چې پدې سره به  ديوې خوا دولسوالې اوسيدونکي هم په ډاډه زړه تک راتګ کوي او دبلي خوا به دوې دخپلو امنيتي سرتيرو لپاره په ښه ډول  ټول اکمالات دځمکي له لاري ترسره کړ.

په ورته وخت ددې ولايت  ديو شمېر ولسيوالۍ اوسيدونکي ددولت ددې اقدام هر کلي کوي او وايي چې دا مهال  دولسوالۍ اوسيدونکي دلويو لارو پرسر دتګ او راتګ په وخت  كي دسختو ستونزو سره مخ دي چي مرکز کلات او نورو ولايتونو ته دوسله والو طالبانو له لوري دښخ کړل سويو ماينونو له ويري سفر نشي کولاې

پاته دي نه وي چي زابل دهبواد په سويل کې پروت هغه سرحدي او غرني ولايت دي چې دمرکز کلات او ولسواليو ترمنځ غزيدلي لويي لاري يې زياتره دغرونو ترمنځ تري سوي چې دځينو ولسواليو لاري دکلنو کلنو را په ديخوا دټرافيکو پرمخ تړلي وي  اويا  ډيري مهال دوسله والو طالبانو له لوري پرې دولتي او بهرنيو ځواکونو ته ماينونه ښخ کړل شوي وه چې دولتي او بهرنيو ځواکونو ترڅنک عام وکړي هم ورسره دسختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي  چې وخته ناوخته ددې ماينونو قربانيان ملکي کسان وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x