شعـــــرونه

غافل همسايه: حسيني

حسیني

زما دخونې وره سره پردۍ کلاوې مه تړه
هسې تش په نوم د ابادۍ بلاوې مه تړه

هسې نه په خپله لومه خپل ځان خپله وتړې
خپلو ته د نورو په رسيو ملاوې مه تړه

مه لوټه د کلي قافلې په اشاره دبل
ته د بيګانه په څو روپۍ دۥنياوې مه تړه

مه خيږوه بل ته د وفا له پاره خپل ورور دې
دارته دى د وروڼو غاړکۍ اوساوې مه تړه

مه داغوه پاڼې دنيکو دتاريخونو دې
نوردې د بابا ها پخوانۍ وفاوې مه تړه

څو استفاده به کړې شملې د افغانيت څخه
خپله بدرنګۍ پسې پردۍ ښکلاوې مه تړه

مه سوځوه کور دې د يو څه امتياز بدل باندې
نور د همسايه په بې وزلۍ جفاوې مه تړه

مه ګوره دې خوار لباس ته دومره په کاږه نظر
مه د حسيني په ملنګۍ خنداوې مه تړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x