روغتیا

د روژې لپاره کوم خواړه باید انتخاب شي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د روژې مبارکه میاشت بې شمیره معنوي ګټو لرلو سربیره له اندازې زیاته روغتیايي ګټې هم لري. د روژې روغتیايي ګټو څخه برخمن کیدو لپاره باید په دغه مبارکه میاشت کې د خوړ په انتخاب کې ځانګړې پاملرنه وشي.

روژه د غوړ لروونکي خواړه او هر څه خوړلو میاشت نه دی. ځینې خلک له دې امله چې ټوله ورځ يي لوږه تیره کړې وي په روژه ماتي کې هر څه چې مخې ته ورشي خوري.

روژه نیول اسانه نه وي خو د خوړو صحیح انتخاب د روژې سختي کې کمی راولي او د انسان روغتیا بهتره کوي، یعنی د خوړو غوره انتخاب انسان د زړه سوی، قبض او معدې له یو شمیر نورو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

دلته مو په رمضان کې د خواړه انتخابولو پنځه زرین او غوره اصولو سره اشنا کوو چې په مرسته يي د بې شمیره ناروغیو څخه مخنیوی او زیات شمیر روغتیايي ګټې ترلاسه کولی شئ.

مایعاتو ته ځانګړې پاملرنه

په بدن کې د ابو سطحه ساتل په ځانګړی ډول د روژې په میاشت کې د روژې تر ټولو سخته برخه ده خو په پیشلمي کې له اندازې زیات اوبه څښل هم ښه نه دی.

باید کوښښ وشي چې له روژه ماتي څخه وروسته تر پیشلمي پورې د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کړل شي، یعنی روژه له دوه ګیلاسه اوبو سره ماته کړئ او تر ویده کیدو پورې هر ساعت یو ګیلاس اوبه وڅښئ. تر ویدو کیدو باید ۶ ګیلاسه اوبه وڅښئ او په پیشلمي کې دوه ګیلاسه اوبو څښلو سره تاسې خپل د اړتیا وړ اوبه چې ۸ ګیلاسه ده پوره کولی شئ چې په عام حالت کې کافي وي.

پام مو وي چې چای او کافي بدن د مایعاتو له کمښت سره مخ کوي او باید په پیشلمي او روژه ماتي کې انتخاب نشي. چای د انسان تنده له منځه وړي چې په اصل کې دا د دې لامل ګرځي چې بدن د اوبو او مایعاتو له کموالی سره مخ شي.

بوره اصلي دښمن دی

له روژه ماتي څخه وروسته ډیر خلک غواړي خواږه خواړه وخوري خو د بورې زیات استعمال د میتابولیزم فعالیت اغیزمنوي. په حقیقت کې بوره بدن ته داسې کالوري ورکوي چې روغتیايي ګټو پر ځای زیان لري.

په بشپړه توګه د بورې پریښودل ناشونی دی خو محدود کول يي له اندازې زیات اړین. د دې لپاره د کوک او پیپسي څخه باید ځان لرې وساتل شي او د چاکلیټ پر ځای که امکان ولري میوه وخوړل شي.

اعتدال

که چیرې بولاني یا نور ډیر غوړ لروونکي خواړه خوښوئ نو استعمال يي یوازې په اونۍ کې یوې ورځې پورې محدود کړئ او په ورځنی ډول د استعمال څخه يي مخنیوی وکړئ. د دغو خوړو پر ځای د مختلفو تازه سبزیجاتو سلاد یا که امکان ولري میوې ته ترجیح ورکړئ.

د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د خوښې خواړه ضرور وخورئ خو د خوړو اندازه محدود کړئ ځکه چې د شریعت له نظره هم اسراف ګناه ګڼل کیږي.

له فایبر سره ملګرتیا

روژه کې د خواړه خوړلو وخت بدلیږي چې له همدې امله یو شمیر خلک د قبض په ناروغۍ اخته کیږي. په خپلو خوړو کې فایبر لروونکي خواړه شاملولو سره تاسې خپله معده روغ ساتلی شئ. د دې لپاره تازه سبزیجات او میوه تر ټولو غوره لار ده. ځینې سبزیجات شته چې بیه يي ټیټه خو د بدن د اړتیا وړ فایبر پوره کولی شي.

د غوړ استعمال لږ کړئ

د روغتیا لپاره ښه غوړ د خپلو خوړو اړینه برخه وګرځوئ خو زمونږ خلک غوړ ته د خوند په نظر کتلو له امله له اندازې زیات غوړ استعمالوي. د غوړ استعمال چې څومره ممکنه وي لږ کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x