افغانستان

ننګرهار: د داعش په برید کې د پولیسو په ګډون د هسکي میني امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه ناوخته د اسلامي دولت ډلي (داعش) د ننګرهار ولایت پر هسکه مینه ولسوالۍ ډله ایز برید کړی چې له امله یې د امنیه قومندان شاه محمود په ګډون پنځه پولیس وژل شوي.

د نن ټکی اسیا همکار ته د سیمي څخه یوه عیني شاهد د تلیفون پر کرښه وویل چې اوس هم د څلورو تنو پولیسو جسدونه د ولسوالۍ په خوا کې پراته دي.

بل خوا د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه داعشي وسله والو د هسکي میني پر ولسوالۍ ډله ایز برید وکړ چې په ترڅ کې ۱۳ تنه د داعش وسله وال مړه او ۷ نور ټپيان شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسوالۍ امنیه قومندان شاه محمود او ورسره څلور نور پولیس هم په دغه نښته کې وژل شوي.

د خبرپاڼي سره سم والي سلیم خان کندوزي سیمي ته د ولایت امنیه قومندان په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي امنیتي مامورین لیږلي.

پر فیسبوک باندي د ننګرهار داعش ته منسوب یوه اکاونټ دعوه کړې چې په شپني برید کې یې د هسکي میني ولسوال هم ژوندی نیولی خو دا خبر نن ټکی اسیا ته د یوې بلي سرچیني څخه نه دی تایید شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x