ادبي لیکني

افغانان دي چاته وژاړي؟

نصیب ځدراڼ.

تاج ګله زویه! چاقو نه لرې؟
په جوب کې راسره وو خو ځواب مې ورکړو نه کاکا جانه،

نن  د مشر تره ظاهر خان اکا په کور کې میلمه وم او ډوډۍ مو خوړله،
کاکا مې پاڅیدو د باندې لاړو،تر څو یو نوی سړی حجرې ته راغلو کیناستلو، د تره د زامنو او د نوي راتلونکي سړي ارادې بدلې راته ښکاره شوې.
د تره زوی مې اشاره ورته وکړه،نوي میلمه چاړه را وباسله تر څو یې چې رامنډه کوله،ما چاقو راواخیستلو او اول برید ما ورباندې وکړلو،سړی نسکور شو،بل چاقو مې هم أووهلو،د تره زامن مې وارخطا شول او ما د باندې منډه واخیسته،لویې دروازې ته چې رسیدم تره مې ولاړ وو،وایي څنګه مړ مو کړو.
ما ویل هو کاکا درته مړ مې کړو،زړه خو مې غواړي دا چاقو دي په غاړه کې در خښ کړم،خو د پلار ورور مې یې،مشر یې،حیاء راته دریږي.

زه او کاکا په خبرو وو تر څو یې زامنو هغه  کس د باندی راکش کړو وایي کاکا دا خو یې مړ کړو.

دا کیسه تاج ګل راته کوله،څوک چې د دوو خویندو یواځنی ورور وو،او تره یې میراث ته غل وو،چې تاج ګل مړ کړي او میراث یې ورپاتې شي.

په ګران وطن افغانستان کې داسې د وحشت او ظلم ډکې پیښې هر وخت کیږي،د بیلګې په توګه د اباسین کیسه،د دي نه مخکې د ننګرهار پیښه چې د یوې کورنۍ ټول اته تنه د میراث لپاره وژل شوي وو،بیا د کندهار د یوې شاعرې “مینه انتظار” د خور غمیزه چې د ملي امنیت کارکونکو وتښتوله او څو شپې وروسته یې مړی وموندل شو،

زموږ په ټولنه کې د وحشت او ظلم داسې  زرګونه مثالونه شته،لکه د پیسو لپاره د انسان تښتول او بیا وژل،د میراث لپاره د تربرونو وژل یا د ټولې کورنۍ قتل عام ،د یوه موټر، ټوپک،ان د موبایل لپاره د انسان وژل،د پولې، پټي،اوبو  په سر جنګونه او مرګونه بیا تر کلونو کلونو پورې بد په زړه کې ساتل او غچ اخیستل،د ورور د جرم سزا خور ته ورکول،او هغه خور په بدو کې خپلو دوښمنانو ته ورکول،هغه مرګونه چې اسلام موږ ته د هغې اجازت نه راکوي خو موږ یې د پښتو او غیرت په نوم باندې کوو.د ولور په نوم خور او لُور په لوړه بیعه خرڅول بیا هغه پیسې خوړل.

داسې په سلګونو د ظلم او وحشت مثالونه زموږ د افغانانو په ټولنه کې شتون لري چې زه یې د ټولو مشکلاتو او غمیزو یواځنی لامل بولم.

بیا کله موږ د روسانو د یرغل غمونه ژاړو کله د امریکایانو د بمباریو او چاپو،د دولت د رشوت او بي انصافۍ او د وسله والو ډلو د بمونو او چاودنو نه ګیله کوو.
خو
زموږ د ټولو مشکلاتو او د غمیزو علت زموږ هغه بې انصافه او ظالمانه اعمال دي چې مونږ یې د یوه فرد په حیث په ټولنه کې تر سره کوو،حقوق العباد تر پښو لاندي کوو.

حدیث شریف دی
لایرحم الله من لا یرحم الناس
ژباړه
الله تعالی په هغه کس باندي رحم نه کوي څوک چې په خلکو باندي رحم نه کوي.

د حضرت علی (رض) یو قول دی وایي:
یو قوم په کفر کې قائم پاتي کیدلی شي خو په بې انصافۍ او ظلم کې قائم نشي پاتي کیدلی.
همداسي د امام ابن تیمیه(رح) قول دی
چې دظلم بادشاهي دوام نلري او دکفر بادشاهي دوام لري.

راځئ موږ افغانان دي یو ځل بیا خپلو اعمالو ته وګورو،که په غلطه روان وو نو د رمضان المبارک د رحمتونو ډکه میاشت کې دي د الله (ج) ته دي وژاړو او د خپلو ګناهونه بخشش دي تر  وغواړو او د نورو ګناهونو،بي انصافیو او د ظلمو نه کولو کلک هوډ دي وکړو.

که غواړو چې په هر در کې د ژړا څخه ځان وژغورو نو په اخلاص سره دي د الله په در کې وژاړو.بیا نو د رحمت د باران په لار کې هیڅ داسي شی نه وینم چې په موږ باندی د اوریدلو په لار کې خنډ جوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x