ژوند هماغسې دى!، عبداللطيف منت بار

چــې لـــه نــــــژدې نه دى ليدلى ژوند همـاغسې دى

چـــې د نظـــر ځينې لـــويدلـــــى ژوند هماغسې دى

زمــا د څيرې گـــــريوانه، نــــه پتــــــه لـــگى درته

چې دا رټلـــى او داغلـــــى ژونـــــد همـــــاغسې دى

چې لا تراوســـــه په خوار اوښكې توى شوى نه دى

چې طــــوفانــــونـــو گــــــــرولى ژوند هماغسې دى

چې لــــه پالنــې گرويږنې نــه پــه څنگ پــــاتې دى

لــــــه ډېــرو ډېـرو ژړيــــدلى ژوند همــــاغسې دى

چې همـــدردي او ترحــــم ورسره شـــــوى  نـه دى

وړيا خـــوړو چې شپېلـــولى ژونـــد همـــاغسى دى

چې بې رحمۍ كې پرې وارشوي دي غونډاري دبل

پـــه زور زياتــي چې نړيــــدلى ژوند هماغسى دى

تا تـــه د ليرې نــــه روغ ښكاري مگر داسې نه ده

له باد ږلۍ، چې ريــــژيدلى ژونــــــد هماغسى دى

د (منت بار) پــــه خوشالۍ پســې نــورمه گرزيږه!

دا كـــړيــــدلــــى ژړيــــدلــــى ژوند هماغسى دى

——-

را لیږونکی: خلیل الله قتیل زوی خوږیانی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.