په هلمند كې زياتره اميد وارې ميرمنې د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي
په دې ولايت كې د روغتيا چارواكي ددې ستونزې لامل په دې ولايت كې د قابله گانواوعامه پوهاوي كموالى اود سيمې ناسم دودونه په گوته كوي.
دوى داهم وايي چې ښځوته د تيتانوس په وړاندې د واكسين نه روكول هم بل هغه لامل دى چې زياتره ميرمنې د زيږون پرمهال خپل ژوند له لاسه وركوي.
د هلمند د عامې روغتيا مرستيال ډاكترنثاراحمد بارك وايي چې كه څه هم د مركزپه گډون دوى د هلمند په ټولوولسواليوكې ټول ټال۵۳مكمل روغتيايي مركزونه لري خوپه يادومركزونوكې د نسايي ولادي ناروغيود قابله و نشتوالى ددې لامل شوى چې ځينې مرمينې د زيږون پرمهال يوازې د لښكرگاه بست روغتون ته مراجعه كوي اوپاتې نورې پخپلوكورنوكې زيږون ترسره كوي چې په دې برخه كې زياتره ميرمنې خپل ژوند له لاسه وركوي.
بارك وايې د ښځينه كاركوونكوكمبود دى اودا ستونزوپه ليرې پرتوسيموكې ډيره ده اويوازينى لامل يې هغه سيموته د ښځينه كاركوونكوتلل ستونزمن دي.
دده په وينا چې بست روغتون ته هره ورځ د شلوپه شاوخواكې ميرمنې مراجعه كوي په داسې حال كې چې دا روغتون د ټول ولايت په كچه دا ستونزه نه شي هوارولى.
په همدې حال كې په هلمند كې د نړيوال روغتيايي سازمان له لوري د كتلوي معافيت مسؤل ډاكترمحمد عمروايي چې د ناسم پوهايي له امله ښځې د تيتانوس واكسين نه ترسره كوي چې له دې امله د زيږون پرمهال ښځه اوماشوم خپل ژوند له لاسه وركوي.
بل پلود هلمند بست روغتون كې هغه ښځې چې له ولسواليوڅخه د درملنې په موخه راغلې وايي چې د سيمې په روغتيايي مركزونوكې يې ښځينه ډاكترانې شتون نه لري نوځكه يې د بست روغتون ته مراجعه كړې ده.
ددې ولايت يو شمېر ښځي وايې
۱- ځينې ماشومان مړه شي اوزياتره يې ناروغ وي دا موخواري ده،۲- ماشوم هم د ولادت پروخت له منځه موريې هم له منځه ځي په سيمه كې كلنيك نشته.
دوى غوښتنه كوي چې بايد د ولسواليوپه روغتيايي مركزونوكې ښځينه څانگې فعاله اوپوره امكانات پكې په كارواچول شي.