ټولنیزه برخه

کافرعادل که مسلمان ظالم بادشاه  غوره دی؟

عاکف مهاجر

ظلم اقبح دکبیره ګناهونو ده

الله ج په قران کریم کې فرمایي.
ومن یظلم منکم نذقه عذابا کبیرا
ژباړه:څوک چې له تاسو نه ظلم کوي الله ج به ورته ستر عذاب وڅکي.

همدارنګه حدیث قدسي کې الله ج فرمایي ما په ځان باندې ظلم حرام کړی ده او دتاسو ترمنځ مې هم حرام کړی ده تاسو ظلم مه کوی.

پورتنی پوښتنه چنګیزخان له یوې ډلې دعلماء دعربونه وکړه چې کافر عادل بادشاه غوره ده که مسلمان ظالم بادشاه.
هغوی ورته په جواب کې وو ویل چې دکافر ظالم بادشاه کفر دخپل ځان لپاره ده خو عدل یې دټولو لپاره او مسلمان ظالم بادشاه اسلام یې دخپل ځان لپاره ده او ظلم یې په عامو خلکو واقع کیږی.

دکافر عادل بادشاه فضیلت په ظالم مسلمان بادشاه له یو څو وجهو.

لومړی:بادشاهي له کفر سره دوام کوي خو له ظلم سره دوام نکوی لکه امام ابن تیمیه هم داقول کړی ده.

دوهم:چې کله بادشاه عادل وي ته به مطمئن یې په نفس اومال اوعزت دې اوبالعکس که چیرې بادشاه ظالم وو نو په خپل نفس مال او عزت به ویریږې.

دریم:له ظالم بادشاه نه به په خپل اینده ویریږې.

څلورم:ستاقصاص به عادل بادشاه له ظالم نه درته اخلي چې ستاحق ترې واخلي.

پنځم: هغه حریت تاته مکمل درکوي کوم چې طالم یې درنه سلبوي.

شپږم:اساس دملک هغه عدل په فیصلو کې ده نه اسلام.

اوم:که ظالم بادشاه دمسلمانانو په وژلو درته امروکړي که یې کوې نو اطاعة دمخلوق په معصیت دخالق کې راغلو که نه یې کوې دژوند خطره دې ده.

او همدارنګه اسلام عدل غواړی که اسلام وی عدل نه وي نو بیا خو یې ګټه نه شوله.
کله چې صحابه مکه مکرمه کې دکفارو له ظلم او ستم نه تنګ شول رسول اکرم ص امر ورته وکړو په هجرت الی الحبشه او ورته ویل یې لاړشی حبشې ته هلته عادل حاکم ده هیچا سره ظلم نه کوي.

له دغو ټولو دلائلو دظلم بدرنګوالی جوتيږی او داښکارندویي کوي چې ظلم تر هرڅه بد ده او تر ظالم مسلمان حاکم کافر عادل حاکم غوره ده.
ظلم دقیامت دورځې تیاره ده
یا الله مه دظلم لاس راکوې چې چاسره یې وکړو مه نورو ته دظلم لاس ورکوې چې مونږ سره ظلم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x