افغانستان

کابل: د اغا خان موسسې یوه هندۍ کارکونکې تښتول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د پلازمیني کابل څخه نامعلومو وسلوالو د تیري جمعې په شپه د اغا خان موسسې یوه هندۍ میرمن کارکونکې تښتولې ده.

د هندي رسنیو سره سم دغه میرمن جودت ډی سوزا نومیږي، څلویښت کاله عمر لري، د اغا خان د موسسې سره د بهرنیو اړیکو په برخه کې کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دې خبر پخلی کړی او ویلي چې د هغې د موندلو لپاره پولیس هلي ځلي کوي.

د هندوستان دبهرنیو چارو وزارت هم د یادي میرمني د تښتوني پخلی کړی او ویلي چې د افغانستان د حکومت سره په ګډه همکاري د میرمن ډی سوزا د خوشي کولو هڅي کوي.

د کابل ښار د څلورمي حوزې اړوند د قلعه فتح الله سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د هندۍ میرمن سره د هغې موټر چلوونکی او یو ساتونکی هم تښتول شوی. او زیاته کړې چې هندۍ میرمن په همدې سیمه کې اوسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x