افغانستان

په هلمند كې سودا گرله پوليسوڅخه سرټكوي

Afghan_policeپه دې ولايت كې سوداگر وايي چې هغه مالونه چې له گاونډيوهيوادونوڅخه هلمند ته ليږدوي د لويولاروپه اوږدوكې ورڅخه پوليس په ناقانونه توگه پيسې اخلي.
خوددې ولايت امنيتي مسؤلين دا خبرې په كلكه ردوي اووايي چې كه چيرې دا ستونزه موجوده وي له دوى سره يې د رسما شريكه كړي.
دغه سوداگروايي بيله دې چې په د لويولاروپرسرامنيتي ځواكونه دوى ته قانوني سند او دليلونه وړاندې كړي,

په موټروكې د بار توكو پر سر له دوى څخه پيسې اخلي چې يوازې له همدې امله په هره لارى موټرترلښكرگاه پورې د ۶۰زره افغانيوپه شاوخواكې لگښت راځي.
دوى گواښ كوي اووايي كه چيرې دا ستونزه همدا ډول دوام وكړي اومخه يې ونه نيول شي ښايي له خپل كاراوبارڅخه لاس په سرشي.
يو شمېر سوداګر وايې
۱- د ټكس د لايحې نه موجوديت دى هرځاى پيسې اخيستل كيږي په هرنامه باندې اخيستل كيږي ددې جوب گوى څوك نشته چې ولې داپيسې اخيستل كيږي اوڅنگه اخيستل كيږي،۲- كه يوازې گمرك وى ښه خبره وه هره پوسته پيسې غواړي دغه ستونزې دي، ۳- زموږغوښتنه داده چې دا ستونزه هواره شي.
د دوى په وينا چې ياده ستونزه يې څوڅوځله له چارواكوسره هم شريكه كړې خوتراوسه يې مخه نه ده نيول شوې.
خود هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگارد سودا گرودا ادعا بې بنسټه بولي اووايي چې كه سوداگر په ريښتيني ډول دا ستونزه ولري نوله دوى سره يې د رسما شريكه كړي.
قوماندان انګار وايې كه په هرځاى كې د پوليسولخوا دوى ته ستونزې پيدا شي دوى د زموږسره تماس ونيسي اوپه كم وخت كې به موږ د دوى مرستې ته ورودانگو اوهغه ستونزه به حل كړو.
دده په ونيا چې له دوى له خپلوامنيتي پوستوڅخه هروخت څارنه كوي اوپه دې اړه ورته تردې مهاله كوم شكايت نه دى شوى.
د يادونې وړده چې دې ولايت ته زياتره توكي له گاونډيوهيوادونوڅخه راوړل كيږي چې د سوداگروپه وينا ځينې وخت ورته د نښتوپرمهال هم مالي زيانونه اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x