fbpx

د خیالي تشکیلاتو ستونزه به کله حل کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د هلمند ولایت نوي امنیه قوماندان مل پاسوال «اقا نور کينتور» رسنيو ته ويلي چې د ولسمشر له هدايت سره سم يې دغه ولايت کې د خيالي پوليسو په اړه څېړنې پيل کړي، چې له امله يي تراوسه په ياد ولايت کې د ۴۰سلنه پولیسو خیالي موجودیت تثبیت شوی دی.

په دولتي سیسټم کې د خیالي تشکیلاتو پدیده په افغانستان کې د امریکايي اشغال هغه تخریبي محصول دی چې حکومتي چارواکو ته يي د نظام په مختلو برخو کې د فساد ، اختلاس او غلا بیلا بیلې لارې خلاصې کړې دي.

همدا ناوړه پدیده ده چې د نظام د ټولو اداري ، نظامي، تعلیمي، صحي او … تشکیلاتو د فساد لامل ګرځیدلې.

د معارف وزارت خیالي ښوونځي ایجاد او په میلیونونو ډالریې ورکې حیف ومیل کړل.

د صحت وزارت خیالي روغتونونه جوړ کړل او په میلیونونه ډالر یې له دې لارې غلا کړل ، همداسې دفاع وزارت ، فوائد عامي ، د کلیو او پراختیا ، کانونو ، کرنې ، اوبو او بریښنا ښاروالۍ او … وزارتونو.

د تعجب وړ خبره داده چې دولتي چارواکي دغه خیالي تشکیلات په داسې سپین سترګې جوړوی چې تر اوسه يي نه د سیګار (د افغانستان بیا رغاونې د څار امریکايي بنسټ) او نه هم د شفافیت د نړیوال سازمان لخوا د دوی د غلاوو په اړه د نشر کړیو لسګونو رپوټونو په خپرولو ځان خبر کړی.

په تیرو نیږدي دوو کلونو کې که د ملي یووالي حکومت خیالي لاسته راوړنو ته وکتل شي په ټول هیواد کې به په هیڅ مجال کې داسې څه ونه لیدل شي چې په هغه کې دې پرمختګ نه وي شوي.

معارف وزارت په ټول هیواد کې خپل ټول اړوند ښونځي او تعلیمي مراکز فعاله کړي.

روغتیاوزارت ټول صحي مراکز او روغتونونه فعال ساتلي.

د دفاع وزارت خپل ټول دفاعي او امنیتي تشکیلات د تیارسۍ په حال کې اماده کړۍ

همداسې د کرنې ، اوبو اوبریښنا، کانونو او … وزارتونو .

د سولي عالی شورا په سلګونو زره خیالي طالبان د سولې له پروسي سره یوځای کړي تر دې چې ولسمشر غني هم په ټول هیواد کې خیالي سوله ټینګه او هیواد يي د خیال په نړۍ کې د امن او پرمختګ په لومړۍ کرښه درولی.

خو په حقیقت کې ټول نظام او د هغه اړونده څانګې هره ورځ په هره برخه کې له نوي فضیحت ، رسوايي او ناکامي سره مخ وي .

اوس ملت په دې هیله دی چې د دولتي چارواکو د خیالي کړنو (غلاګانو) دغه لایتناهي لړۍ به کله پایته رسیږي ؟

او هغوی به څه وخت د واقعیت په نړۍ کې د ملي یووالي حکومت د واقعي اجراءاتو شاهدان وي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د