fbpx

روژه زموږ لپاره يو ښه استاد

احمدالله احمدزی

د انسانانو په ځانګړې توګه د مسلمان ژوند بايد د يو امتحان په څېر وي او دا فکر وکړي، چې د دې امتحان پايله به له مرګ وروسته راوځي او د دې امتحان لپاره بايد مسلمان بشپړ تياری وکړي. د ژوند هره مرحله بايد د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د خير لپاره وکاروي.

د دغه خير او نيکو کارونو لپاره د روژې مبارکه مياشت د مسلمان عبادت، عمل او کردار لپاره عملي انځور دی.

د روژې له داخلېدو سره سم په اسلامي ټولنه کې د شريعت په امر داسې يو بدلون راځي، چې جوماتونو ته د خلکو توجه زياتيږي، د قرانکريم تلاوتونه، د تراويحو لمونځونه، د قاري صاحبانو په ښکلو غږونو کې د قرانکريم ختمونه، خيراتونه، نيکۍ، د ګاونډيانو له حاله ځان خبرول، د بې وزلو او فقيرانو د غريبۍ احساس او ادراک په دې مبارکه مياشت کې انسان ته ورځي.
هسې په اسلام کې روح او جسد دواړه معتبر دي، د جسد اهميت د روح په اهميت معلوميږي. که روح ارام او په ديني فکر سمبال وي، نو پر جسم يې هم اغېز وي.

روژه هغه مبارکه مياشت ده، چې د جسد په پرتله د روح تربيې ته په کې ډېره پاملرنه کيږي. په جسم خوراک او څښاک کميږي، په عين حال کې روحي او ديني اعمال زياتيږي، د نفلو ثواب د فرضو په اندازه وي، د يو فرض ثواب په اويا چنده وي او الله تعالی فرمايي، چې روژه زما لپاره ده او زه يې اجرونه ورکوم.

عموما زموږ په ټولنه کې عباداتو په ځانګړې توګه د ماخوستن او سهار لمونځونو سره بې پرواهي کيږي. د ماخستن لمونځونه د بې ځايه مجلسونو، لهو و لعب قرباني کيږي او د سهار لمونځ د شيطاني د خوب له امله ضايع کيږي.

روژه بيا هغه مياشت ده، چې الله تعالی په کې خپلو بنده ګانو ته د زياتو عباداتو امر کړی، په ماخستن کې د تراويحو، د شپې په وروستۍ برخه کې د پېشلمي سره انسان کولای شي، چې په لنډ وخت کې دوه رکعته يا زيات نفل وکړي او ورپسې د سهار تر لمانځه د الله تعالی عبادت او د قرانکريم تلاوت وکړي او ورپسې د سهار لمونځ ادا کړي. انسان کې بايد دا بدلون راشي، چې ورسره د نورو عبادتونو تر څنګ په لمونځونو اهتمام زيات شي.

دا د روژې برکت دی، چې د انسان روحي تربيه کوي او انسان بايد له روژې وروسته هم دغه اعمال په خپل ژوند کې عملي کړي. انسان بايد د خير او برکت له دې مياشتې داسې ګټه پورته کړي، چې د ده د روح او جسد دواړو تربيه او روزنه په کې وشي.

يوه بله مهمه خبره ده، چې زموږ په ټولنه کې نسوار، سيګرټ او نور نشه‌يي عادتونه ډېر دي. مسلمان د سهار له اذانه د ماښام تر روژه ماتي له دغو شيانو ځان ساتي. که يو مسلمان دا فکر وکړي، چې زه د الله تعالی په امر دغه ناروا عادت څخه شپاړس ساعته ځان ساتم، نو که رښتيا هوډ وکړي، نو کولای شي، چې د ټول عمر لپاره له دې بې خونده عادت څخه ځان خلاص کړي. دا هم د روژې برکت دی، چې موږ کې ټينګ عزم او هوډ پيدا کوي او ګناهونو مو ژغوري.

له روژې وړاندې موږ خپلو ملګرو، دوستانو، د کورنۍ غړو او ماشومانو سره ډېر وخت تېروو، د لوبو سيالۍ په ميدانونو او د تلويزون په پردو څارو، مګر روژه کې د الله تعالی په امر او هڅونه له دغو ټولو شيانو ځانونه ساتو، يا يې کموو او دغه وخت د قرانکريم تلاوت او نورو عبادتونو ته ورکوو. په ټول کال کې مو له قرانکريم سره ملګرتيا نه وي، د روژې په برکت موږ د خپل دغه کمزوري خوی اصلاح کوو او له روژې وروسته هم بايد دا فکر وکړو، چې عبادات او اخلاص مو بايد تر روژې محدود نه وي.

له روژې پرته موږ سندرې اورو، داسې خلک هم زموږ په ټولنه کې شته، چې د سندرو په اورېدو کار کوي، په همدې سندرو ويده کيږي او راپورته کيږي، مګر د روژې په راتلو موږ بايد دا فکر وکړو، چې دې شيانو سره روژه خرابيږي، موږ بايد دا فکر وکړو، چې روژه کې له دغو متبذلو کړنو ځانونه وژغورو؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ((رُبّ صائمٍ ليس له مِن صيامه إلا الجوع))، ډېر داسې روژه نيوونکي دي، چې يوازې لوږه يې په نصيب وي او د روژې اجر الله تعالی نه ورکوي او لامل يې دا دی، چې ده يوازې د خولې روژه نيولې، د فکر، سترګو، ژبې او غوږونو روژه يې نه وي.

له روژې پرته د غيبت او بهتان په شکل کې د خپل مسلمان ورور غوښې خورو او د روژې له راتلو سره بايد له دې ټولو بې خونده او ناروا کړنو ځانونه وساتو، تر څو مو روژه د الله تعالی په دربار کې قبوله شي او له روژې وروسته هم بايد دغه خويونه خپل کړو.
روژه هغه بختوره مياشت ده، چې ډېر مالدار مسلمان هم په کې د سهار له اذانه تر ماښامه خوراک او څښاک نه کوي او په دغه وخت کې بايد دا فکر وکړي، چې دا لوږه تنده خو ډېره ګرانه ده او راځه، په کلي، ګاونډ او چاپېريال کې بايد د غريبانو او بې وزلو له حاله ځانونه خبر کړو.

روژه زموږ ټولو لپاره د عبادتونو تر څنګ يو ښه استاد دی، که موږ لږ هم فکر وکړو، نو د روژې تر پايه که موږ په خپلو کړنو او اعمالو غور وکړو او يا د خواخوږو علماوو او پوهانو ويناوې او ليکنې په فکر ولولو، نو موږ به د روژې تر پايه ډېر څه زده کړي وي او کولای شو، چې له روژې وروسته هم دغه نيک کارونه په خپل ژوند کې عملي کړو او له بدو کارونو ځانونه وساتو.
روژه زموږ ټولو لپاره يو ښه استاد.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د