د روژې مبارکه میاشت

د روژې مفسدات او مکروهات

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

د لوی څښتن له عبادتونو څخه هر عبادت ځيني شرطونه او ارکان لري چي له هغو پرته نه صحيح کيږي. له بله پلوه ځيني داسي باطلوونکی او فاسدوونکي چاري سته چي که په عبادت کي پېښي سي فاسدوي يې او په دې صورت کي بنده د دغه عبادت له اجر او ثواب څخه بې برخي کيږي.

د روژې مفسدات او مبطلات چي بايد روژاتی ځان ځني وساتي څو ډوله دي، که روژاتی له دغو ډولونو څخه په يوه ډول اخته سي، روزه يې مردوده او باطله ګڼل کيږي، دغه مفسدات دادي:

۱. د روژې د ورځي له صبح صادق وروسته کوروالي(جماع) کول، انزال سي که نه سي انزال. په دې صورت کي قضا او کفاره دواړه پر لازميږي.(الفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۰).

۲. د رمضان په روژه يا بله هره روژه کي د ورځي له خوا مُټ وهل (استمناء). د څلورو سرو مذاهبو په نزد روژه فاسدوي او قضا پر لازميږي. (الفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۰).

۳. د روژې په ورځ په قصد سره خوړل او څښل او کوروالي (جماع) کول روژه ماتوي. (البحر الرائق ۲/۳۸۲مخ).

۴. څوک چي د اوسپني په فابريکو کي کار کوي، يا نور سخت کارونه کوي، که روژه ونه نيسي، په قصد سره روژه خوړل باله سي. که چا داسي کار کړی وي قضا دې راوړي او توبه دي وکاږي او بيا دي داسي نه کوي.(د اوسمهالو ډېرو لويو علماوو د فتواوو لنډيز).

  1. 5. د روژې په ورځ د اوبو د غرغړه کولو پرمهال اوبه ستوني ته ننوتل. (الفتاوی الهندية ۱ /۲۰۴).
  2. 6. د هغه څه استعمالول چي غذا بلل کيږي او د خوړلو او څښلو سره برابر باله سي، لکه هغه درمل پېچکاري کول چي بدن ته غذا ورکوي. که څوک دغسي پېچکاري (انجکشن) ولګوي روژه يې ماتيږي، خو هغه پېچکاري چي بدن ته غذا نه ورکوي روژه نه ماتوي، په غوښه کي ولګيږي، که په رګ کي. (د مولانا خالد سيف الله رحماني ، کتاب الفتاوي ۳/ ۳۸۹ او ۳۹۰ مخونه).
  3. 7. په قصد سره قی وهل، یعني د روژاتي په قصد او اختيار سره د خولې له خوا د هغه خوراک او څښاک را ايستل چي په نس (ګېډه) کي وي. په دې سره قضا لازميږي. خو که دغه قی په قصد او اختيار سره نه وي روژه نه ماتيږي. (الفتاوی الهندية ۱ /۲۰۴).
  4. 8. د ښځي مياشتنی عادت (حيض) او نفاس (د کوچني تر زېږېدو وروسته ويني راتلل، څلوېښتي). د روژې د ورځي په لومړيو کي وي، که په وروستيو کي. که څه هم لمر لوېدو ته لږ نژدې وي روژه ماتوي. (بخاري، باب ترک الحائض الصوم، ۳۰۴ حديث).
  5. 9. که ښځه د روژې په حال کي د خپل شرمځای دننه کوم درمل استعمال کړي يا اوبه يا غوړ ور دننه کړي، روژه يې فاسديږي. (د مولانا خالد سيف الله رحماني ، جديد فقهي مسائل ۸۷ او ۸۸ مخونه، د فتاوی الهنديه ۱/۲۰۴مخ او خلاصة الفتای په حواله).
  6. 10. په قصد سره د منيو انزال. خو که په قصد سره نه وي، لکه له خوبه د اودس اوښتل يا د ناوړو خيالونو د هجوم پر مهال انزالېدل، روژه نه ماتوي، اما روژاتی باید په غسل کولو کي بېړه وکړي.(طحطاوي۳۶۱ مخ).
  7. 11. که څوک د روژې په ماتولو مجبور کړی سو، روژه يې ماته بلل کيږي، قضا به يې راوړي، خو کفاره نه لري. (الفتاوی الهندية ۱/۲۰۲مخ).
  8. 12. په قصد سره په خپل ستوني لوګی (دود) ننايستل.(ردالمحتار ۲/ ۳۶۶).
  9. 13. د سګرېټ ، چلم څکول او نسوارو خولې ته اچول. ( محمود الفتاوی ۲/ ۲۲۷مخ).
  10. 14. که څوک پېشلمی په دې ګومان وکړي چي د پېشلمي وخت دی، خو وروسته جوته سي چي سهار وو ، نو د دغي ورځي روژه دي بشپړه کړي، بيا دې تر روژې وروسته قضا راوړي. کفاره نه لري. (الفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۳).
  11. 15. که څوک روژه په دې ګومان ماته کړي چي لمر لوېدلی دی، خو بیا جوته سي چي لمر نه وو لوېدلی، روژه يې فاسده سوه، قضا دې راوړي، کفاره نه لري. (الفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۳).
  12. 16. که له غاښونو څخه ويني راووزي او تر ستوني تېري سي او په ستوني کي يې خوند احساس سي، نو روژه ماتوي، خو که ناړي غالبي (ډېري) وي او د وينو کچه لږ وي، نو روژه نه ماتوي. (درالمختار علی هامش ردالمحتار).

د روژې مکروهات:

۱. د  يوه شي خوند کتل، البته چي بې له اړتيا وي. خو که کوم څوک د خوړو پخولو پرمهال د خوړو خوند ګوري پروا نه کوي.(طحطاوي علی مراقي الفلاح ۳۷۱).

۲. د کوم شي خولې ته اچول او ژوول، البته چي بې له اړتيا وي. خو که مور د هغه کوچني لپاره چي بې له ژوول سوي شي بل څه نه سي خوړلای، کوم شی پستوي، نو روژه نه مکروه کيږي. (د الجزيري  الفقه على المذاهب الأربعة ۱/۴۸۳مخ).

۳. د خپلي مېرمني سره داسي لوبي کول، چي له امله يې د نورو کارونو(جماع) له تر سره کولو څخه د نه کابو کېدو اندېښنه وي. (بدائع الصنائع۲ / ۲۶۹مخ).

۴. که لب سیرين شونډو ته د اوبو د رسېدو مانع نه سي او له شونډو څخه خولې ته نه ننوزي، نو په روژه کي يې وهل جایز دي، خو که په خوله ننوزي بیا يې وهل مکروه دي. (د مولانا خالد سيف الله رحماني ، کتاب الفتاوي ۳/ ۳۹۶ مخ).

۵. د روژې په حالت کي د خولې او پزي په پرېوللو(مضمضې او استنشاق) کي تر درې واره زياته مبالغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيح حديث منع ده، ځکه له دې څخه وېره ده چي اوبه د روژاتي نس ته د هغه بې له اختياره ولاړي سي. (أبو داود ، کتاب الصوم، باب الصائم یصب عليه الماء ۲۳۶۶ حديث، دغه حديث ألباني صحيح بللی دی).

۶ د خولې ناړي بې له اړتيا په خوله کي ټولول او بيا تېرول. (د الجزيري  الفقه على المذاهب الأربعة ۱/۴۸۲مخ).

  1. 7. د روژې په حال کي د غاښونو له کريمو يا پوډرو څخه استفاده کول. او که دغه مواد تر ستوني تېر سي روژه فاسديږي. (د مولانا خالد سيف الله رحماني ، کتاب الفتاوي ۳/ ۳۹۹ مخ او نوري فتاواوي).
  2. 8. د غاښونو د پاکولو لپاره سکاره او داسي نور په خوله کي اچول او په غاښونو چيچل. او که ستوني ته تېر سي روژه ماتوي.(درالمختارعلی هامش رد المحتار).

۹. د روژې په حال کي په پزه او غوږونو کي د درملو د څاڅکو او داسي نورو د اچولو په اړه د علماوو ترمنځ څه اختلاف دی. ځيني وايي چي په پزه کي د درملو د څاڅکو يا کوم بل درمل اچول روژه نه ماتوي، خو په غوږ کي د دغسي درملو اچول روژه ماتوي، ځيني بيا وايي چي په پزه او غوږ دواړو کي د دغو درملو اچول روژه نه ماتوي، او ځينو ويلي دي چي د روژې په حال کي دي د احتياط له لاري له دواړو څخه ډډه وسي. ډډه کول غوره باله سي، والله اعلم.

  1. 9. بد خويي، غيبت، درواغ، ښکنځل، شخړي او جګړې کول او ظلم کول، دا ټول په روژه کي وي که بې له روژې ګنهونه دي، خو په روژه کي بايد په کلکه ډډه ځني وسي، ځکه روژې ته تاوان رسوي او اجر يې کموي.
  2. 10. په ټلوېزيون کي د تصويرونو او فحشو صحنو ليدل هر مهال سخته ګناه ده، په تېره په روژه کي بايد په کلکه ډډه ځني وسي.(د مولانا خالد سيف الله رحماني ، کتاب الفتاوي ۳/ ۳۸۲ مخ)

د روژې مباحات:

دغه شيان په روژه کي مباح دي، یعني نه روژه په فاسديږي او نه په مکروه کيږي:

۱. پر ځان اوبه اچول او په اوبو کي لامبل، په خوله يا پزه د اوبو لغړول.(الفتاوی العالمګيري ۱ /۲۲۰مخ). او صحيح احاديث.

۲. سترګي تورول، په سر او بدن غوړ وهل، که يې څه هم خوند په ستوني کي احساس سي. خوشبويي بويول او استعمالول.(ردالمحتار ۲/۱۳۴مخ).

۳. که څوک پر ځان د نور کار (جماع) د نه کولو واک ولري د خپلي مېرمني مچول. (الفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۴).

۴. د لانده او وچ مسواک استعمالول. (بخاري: تر باب سواك الرطب واليابس للصائم لاندي څرګندوني او خلاصة الفتاوی ۱/۲۶۶مخ).

۵. د خوړو هغه رېزګۍ چي د غاښونو په منځ کي بندي سوي وي او د نخود تر دانې لږ وي او همدا راز د مسواک ريښې که تر ستوني تېري سي روژه نه په ماتيږي.(بخاري: باب سواك الرطب واليابس للصائم او محمود الفتاوی ۲/ ۲۱۳مخ اوالفقه الحنفي وادلته۱/۳۹۵مخ).

  1. 6. په احتلام، يعني په خوب کي د شهوت په تحريک او انزال سره روژه نه ماتيږي. (ردالمحتار ۲ / ۳۶۶).
  2. 7. د اړتيا په وخت کي د غاښ کښل، خو که له دې امله ويني يا درمل نس ته ورسيږي او د خولې د ناړو سره برابري وي يا پر غالبي وي يا يې خوند احساس سي، نو روژه فاسدوي.( محمود الفتاوی ۲/ ۲۱۴مخ او کتاب الفتاوی۳/۳۹۶مخ).
  3. 8. که څوک په روژه کي د خوراک يا څښاک کوم شی رانيسي او د دې لپاره يې خوند وګوري چي تېر نه وزي او تاوان ونه کړي، پروا نه کوي او جواز لري. (د الجزيريالفقه على المذاهب الأربعة ۱/ ۴۸۳مخ ).

په پای کي بايد يادونه وکړم چي اوسمهال ځيني نور داسي شيان رامنځ ته سوي دي چي په هغو سره د روژې د ماتولو يا نه ماتولو په اړه اوسمهالو عالمانو نظرونه او فتواوي ورکړي دي، د هغو په هکله به که خدای کول په راتلونکې کي بله مقاله ستاسي حضور ته عرض کړم، والسلام.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x