افغانستان

ذبیح الله مجاهد دنن ټکی آسیا پوښتنې ځوابوي

mujahid_marakaدرنو لوستونکو!
نن ټکې اسیا په پام کې لري چې دهیواد دځینو مهمو اوتازه پیښوپه اړه وخت  ،ناوخت دهیواد له ځینومهمو شخصیتونو اوسیاسي شنونکوسره مرکې ولري ، دادی ددغې لړۍ   پیل  مو  دهیواد دورستیو پوځي اوسیاسي جریاناتوپه اړه دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد په مرکه سره کړی چې لوستلو ته یې ستاسوپام راګرځوو:

 

پوښتنه : مجاهد صیب په دی وروستیو کې د طالبانو له لوري یولړ داسي حیروانوونکي عمليات ترسره شوي چې دنړیوالو رسنیوتوجه یې ځانته اړولې ،دارګ ترڅنګ په دفاع وزارت دتیرې سه شنبې ورځې حمله ،دکندهار په امنیه قومندان برید ،دکندهار دزندان ماتول ،په لغمان کې دبهرنیو اوداخلې سرتیرو په مرکز او….
له دغو عملياتو څخه مخالف لوري ته څه پیغام رسول غواړئ اوایا دغه عمليات مو دپسرلنیو عملياتو پیل بلل کېږي ؟

ځواب : نحمده ونصلي علی رسوله الکریم  امابعد :
ستاسو دپوښتنې په رابطه باید ووایم  چې رښتیا هم په وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دمجاهدینو عملیاتو  دکمیت او کیفیت له اړخه دپخوا په پرتله غیرمعمولي وده کړې  ، دافغانستان په مختلفو ولایاتو کې په دښمن چاودنې ، او مخامخ بریدونه زیات شوي دغه راز ددښمن په قرارګاوو او دځواک په مراکزو هم حملې توندې شويدي ، دا عادي  عملیات دي ، چې داسلامي امارت  دنظامي عملیاتي پالیسۍ په رڼا کې پرمخ ځي ، تردې مهاله کوم ځانګړي پسرلني عملیات نه دي اعلام شوي ، خو دا مؤثر عملیات چې نړیوال مطبوعات یي هم بي ساري بولي ، دنیا ته دا پیغام ورکوي چې له تیر کال راهیسي لکه  چې  ددښمن لخوا دمجاهدینو دکمزورۍ کومې  ادعاګانې کیدلې لکه موږ چې مخکې په بیا بیا خپل اولس ته ډاډ ورکړی وه ، په بشپړه توګه ددښمن ادعاګانې  بې بنسټه وې  او هیڅ حقیقت یي نه درلود چې دا وروستي بريالي بريدونه زموږ دپخوانيو ډاډګيرنو يوښه ثبوت ده .

پوښتنه:  په کابل کې دوروستي برید نه وروسته  د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمی وویل چې طالبان کوښښ کوي د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې ځان ځای کړي، او په دي توګه ددولتي ځواکونوپه خلاف خپلو عملياتو ته دوام ورکړي تاسو ریښتیاهم داسې څه تکتیک په پام کې لرئ؟

ځواب : بلې ، هو لکه دې وروستیو بریدونو چې وښودله ، داسلامي امارت مجاهدینو دیوه منظم پلان له مخې ددښمن په ټولو امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی ، چې دې کار دښمن هم له سختې وارخطایي سره مخ کړی دی ، ځیني کسان دمجاهدینو دتاکتیکي پلان له مخې ددښمن ځواکونو ته داخل شوي دي ، او ډیر ځله بیا  داسې شوي ، چې ددښمن په لیکو کې دننه زمونږ  دعوتي ملګرو د اردو او پولیسو سرتیري   تشویق او تنویر  کړي دي ، ترڅو له خپل موقف نه استفاده وکړي ، په جهاد کې برخه واخلي او په دشمن باندې له دننه څخه ګوزار وکړي .

پوښتنه : ستاسوپه نظر ستاسو دغه تکتیک به ترکومه حده بریالی اوتراوسه پوري مو په کومو ولایتونوکې عملا هغه پلی کړی؟

ځواب : ددې تاکتیک په بریالیتوب کې هیڅ دشک ځای نشته ، دا ډول بریدونه ددښمن په مورال سخت اغیز کوي ، ددښمن دامنیتي ځواکونو ترمنځ  بي اعتمادي ایجادوي ، او په پایله کې یي دښمن روحیات له لاسه ورکوي ، لکه څنګه چې تاسو په تیرو څو کلونوکې نږدې دافغانستان په درستو ولایتو کې دداډول پیښو شاهدان وئ ، له دې څخه څرګندیږي چې دا تاکتیک دهیواد په سطحه  عملي شوي دي  .

پوښتنه :  تاسو ادعا لرئ چې ددفاع په وزارت ترسره شوی برید ستاسو دیوه ارتباطي کس لخواکوم چې له مخکې په ملي اردوکې شامل  شوی وه ترسره شوی،  خو ددفاع وزارت ویاند جنرال عظیمی بیا وايي چې هغه  د ملي اردو سره تړلی کس نه وو په دې اړه واقعیت څه دی؟

ځواب : په دفاع وزارت استشهادي برید کوونکی دپنجشیر ولایت اوسیدونکی یوتن مجاهد وه چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې ددښمن په پوځ کې دسرتیري دنده ترسره کوله ، داچې دښمن په دې اړه حقایق تحریفوي ، وجه یي داده چې دښمن غواړي  په حکومتي کچه له دا ډول بریدونو څخه راپیدا شوې ترهه  او وارخطایي کمه کړي  ، دوی پخوا هم په بیا بیا ددې خبرې له منلو انکار کاوه چې ګواکې داسلامي امارت مجاهدینو دې  ددوي  په لیکو کې نفوذ کړی وي ، مګر هغه څه  چې پیښ شول ددوی ټولې ادعاګانې یي دروغ ثابتې کړې .

پوښتنه:  جنرال عظیمي داهم ویلي چې هغوئ به هم دطالبانو په لیکو کې خپل کسان ځای په ځای کړي ترڅو طالبان  له داخل نه وځپي  ستاسوغبرګون په دې اړه څه دی؟

ځواب : دا ددښمن دتبلیغاتي جګړې یوه برخه ده ، دوی به داسې خبرې وکړی مګر لږترلږه به یي یوکس هم ورسره ونه مني ، کوم مجاهدین چې زمونږ له خوا څخه  ددښمن لیکو ته ننوزي ، داټول شهادت غوښتونکي ځوانان دي ، چې دلوی څښتن درضا اوسپیڅلي جهاد په خاطر له خپل ژوند څخه تیریږي ، اودښمن  چې تراوسه د امنیتي ځواکونو په نوم کوم ټوپکوال رایوځای کړي  هغه یي په ډیرو زیاتو پیسو او تنخواګانو راجمع کړیدي چې ټول یوازې دخپلو تنخواګانو داخیستلو لپاره  راغلي دي ، دوی نه دقربانۍ او مقاومت روحیه لري او نه ورته اماده دي  ، تاسو وینئ چې ددښمن کوم سرتیري دجګړې سیمې ته استوي نو ډیری یی خپلې دندې پریږدي ، نوپه داسې وضعه کې به دوی څنګه وکړای شي دپیسو په زور خپل عسکر دومره  خطرناک پروګرام ته اماده کړي  ، دابي بنسټه تبلیغات دي ، زمونږ مجاهدین لله الحمد پوره هوښیار او بیدار دي او د دښمن ټول پلانونه ته ځیر دي اوکه دوی دا کار وهم کړي او څوک زموږ لیکو ته را ننباسي هغه به له مجاهدینو سره دڅوورځو په تیرولو سره زموږ ددعوت او دمجاهدینو دنیکو اخلاقو له برکته ذهنا مجاهد جوړیږي او داشغالګرو په ضد به مجاهدینو ته خدمت پیل کوي او دښمن ته به دګټي پر ځای تاوان رسوي .

پوښتنه : څو ورځې مخکې په فاریاب کې دملې اردویوه تن سرتیري دوه بهرني روزونکي ووژل اوبیایې ځان ستاسولیکوته ورساوه ،خو وروسته بهرنیو عسکرو ادعاوکړه چې هغه ددوئ له لوري ووژل شو ، ایاهغه ریښتیاهم وژل شوی اوکه ستاسو له ځواکونوسره ژوندی دی؟

ځواب : نه لله الحمد هغه مجاهد تراوسه  ژوندی دی او په فاریاب ولایت کې دجهاد په صف کې دی ، څه موده وړاندې  دښمن دغلطو معلوماتو په بنسټ  هماغې سیمې ته نږدې په یوه کور چاپه واچوله ، یوتن بې ګناه ولسي کس یی شهید کړ ، او وروسته یي په مطبوعاتو کې اعلان کړه ، چې هماغه دوی ته مطلوب مجاهدیی شهید کړی ، خو دې خبرې حقیقت نه درلود .

پوښتنه: د کندهار چارواکو ویلی چې د هغه برید طراح یی نیولی چې څو ورځې مخکې یې په په ترڅ کې  د کندهار امنیه قوماندان ووژل شو، دغه راز دکندهار چارواکی وایي په دې ښار کې یي ستاسو دښاری عملیاتو څو تنظیموونکی نیولي دي ، په دې اړه څه وایاست ؟

ځواب : په دې نږدې ورځو کې په کندهار ښارکې  ددښمن له خوا زمونږ مجاهدین نه دي نیول شوي ، دښمن اکثرا کله چي دمجاهدینو له خوا بریالی بریدونه پرې کیږی دوی یي په مقابل کي دا ډول دروغجنو ادعاګانو ته زور ورکوي ، کومې ادعاګانې چې تاسو یادې کړې دا هم له همدې جملې دي ، چې دکندهار دامنیه قومندان له وژلو وروسته ددښمن له خوا په مطبوعاتو کې اعلان شوي دي .

پوښتنه: هغه کس چې دکندهار امنیه قومندان خان محمد یی وواژه ، څوک وو؟ پولیس وو، که طالب؟

ځواب : هغه استشهادي مجاهد چې دکندهار امنیه قومندان یي په فدایي برید کې له منځه یووړ عبدالله نومیده ، دکندهار ښار دمجاهدینو له جملې یو تن مجاهدوه .

پوښتنه : څو ورځې مخکې تاسو په کونړ ولایت کې نیږدي ۵۰ نفره پولیس ژوندي نیولي اوله ځان سره بیولي وو چې بیاموبیرته دقومي مشرانوپه منځګړیتوب دیولړ شرایطوپه ښودلوسره هغوئ خوشي کړل خو۸ نفره موله ځان سره پاتي کړل ،که دهغو شرایطو او دپاتې کسانودبرخلیک په اړه مود خپل وروستي تصمیم په هکله څه توضیحات راکړئ؟

ځواب :  په دې خبره کې شک نشته چې تاسو ورته ملي اردو اوملي پوليس وايي ، هغوى دامريکايي استادانو له لوري روزنه ليدلې او د افغان مجاهد ولس دوژلو، ځورولو، تهديد اودامريکايانو ددفاع لپاره استعماليږي ، داخبره هم د ويلو ده چې ددغې اجيرې اردو او پوليسو په منځ او ليکو کې يو شمير داسې ځوانان هم شته چې له امريکايي اشغال سره پوره کرکه اونفرت لري اوتاسې به خبر ياست چې کله  دهمدغو ځوانانو ايماني اوافغاني وجدان په ويښيدو راغلى نو په امريکايي عسکرو يې دخپل توپک شپيلى را اړولي اوګڼ يې وژلي اوګوډ ومات کړي ، خوپه مجموع کې دکابل اجيرې ادارې  ملي پوليس اوملي اردو! ؟ ترډ يره ځايه دامريکايانوپه خدمت اوقومنده کې بوخته اواستفاده ورنه کيږي ، نوکه په کونړولايت کې مجاهدينوددغو پوليسوڅه کسان پريښي وي ، فکرکوم مجاهدينودهغوى حالت ، کورنى ديندارى اومثبتوتوضيحاتوته کتلي دي اومجاهدينوته ښکاره شوي ده  چې دغه پوليس لاهم په زړه کې ايمان اوافغاني غرورلري ، نوځکه  ځينوته عفوه شوي ده اوتضمين  ورنه اخستل شوي  چي بیا به ددښمن په صف کې نه دریږي، دانورچې څه پاتې دي ، دهغوى تحقيقات لانه دي  مکمل شوي او څه نورشکوک  هم دهغوى په اړه موجود دي .  

پوښتنه : دکابل دادارې مشر حامد کرزی اودهغه دسولې شورا له طالبانوسره دسولې په پروسه کې دپرمختللو ادعاوي کوي اوددې کارلپاره ویل کېږي چې په ترکېه کې به طالبانوته رسمي نمایندګي پرانستل شي ،خوددې برعکس ستاسو دځواکونوله لوري دټول هیواد په کچه ددولتي اوبهرنیوځواکونوپه خلاف تربل هروخت دعملياتو څپه ګړندۍ روانه ده  ،په دې اړه موتوضیحات څه دي؟

ځواب : هرڅوک په دې خبره پوهيږي ، چې دسولې روانې هڅي ټولې نمايشي  دي اوامريکايان يې دخپل ناولي اشغال دتقوي اوپايښت لپاره استعمالوي ، ځکه امريکايان که له يوې خواپه ملياردونو ډالرپه جګړې مصرفوي ، دهغې يواندازه دسولې په پوچو شعارونو او هڅو هم لګوي ، لکه په دې ورستيوشپوورځوکې چې امريکايانو پنځوس ميلونه ډالردسولې شوراته بوديجه ورکړه ، نوڅوک چې  کومې ادارې اومرجع ته بوديجه اولګښت ورکوي، نوهماغه مرجع اواداره به ارومروهغه څه کوي چې دتمويلونکوحکم اومصلحت  يې ايجابوي ، ښکاره ده چې امريکايان په خپل ټول قوت هلې ځلې کوي چې مجاهدين په پوځي برخه کې وځپي  اودزورله لارې يې تسليمولو ته اړباسي ، دسولې په نامه شوراهم د امريکايانو همدغه  فورمو له تطبيقوی  چې طالبان  په يوه سياسي  چال کې راګير او امريکايانو ته يې  پرته له قيد او شرطه  تسليم کړي ، مجاهدين ددښمن  همدغوحربوته متوجه دي ، نه  دنمايندګي  په نيرنګ  غوليداى شي  اونه هم  په ورته نوروفريبونو، پاتې شوه  دمجاهدينو د ورستيو ګړنديوعملياتوخبره ، هو! سږ کال  مجاهدينو پراخ جهادي  تدابيراوپروګرامونه نيولي ، هغه به نورشدت پيداکوي اودخداى تعالی  په فضل به  يرغلګرواودهغوى اجيرانو ته  دهيواد په لراوبر کې له عبرت نه ډک درسونه  ورکوي ان شاءالله .

پوښتنه: خبري رسنۍ هره ورځ له دولت سره  دطالبانو دیوځای کېدا خبرونه اوپه ځینوحالاتوکې دهغوئ ژوندي تصویرونه او ویډیوګانې هم  خپروي ؟ ددې اصلي واقعیت څه دی اوستاسو دریځ په دې هکله څه کيدای شي؟

ځواب : داهسې ډرامې اوددښمن له لوري دجعل اوتذوير پروسي دي ، چې وخت په وخت يې دخپلوخاصومنافعودځلولو او دا ذهانو د اخلال په هيله په کار اچوي ، حقيقت دادى چې اسلامي امارت پورې تړلى يو چارواکى اومجاهد هم ددښمن دمصنوعي تسليمۍ په ډله کې ندى شامل اونه به هم ان شاء الله تعالى شامل شي اودا هر څه به راتلونکی ثابت کړي .

پوښتنه: د فرانسې دوه ژورنالیستان تراوسه هم له تاسو سره بندیان دي.. د هغوئ د برخلیک په اړه که څه مالومات راکړئ؟

ځواب : برخليک يې دادى چې هغوى تراوسه لا ژوندي او د افغانستان په يوه خوندي سيمه کې دمجاهدينو زندان ګالي ، دانوپه فرانسوي دولت پوري اړه لري چې دهغوى دخلاصون په اړه څومره هوډمن  دي اوخپل اتباع ورته څومره اهميت لري .

پوښتنه: د هلمند په ولایت کې مو ولي  دټیليفون کمپنیو ته  دبندولو امرکړی؟ او كله به دا بنديز بيرته پورته کړی؟

ځواب : په دې اړه بايد ووايو چې  دا ډیره موده کيږي چې ددښمن  لخوا د تليفوني شبکو نه چې کاملاُ ملکي او تجارتي تاسيسات دي  داستخباراتي موخو لپاره په غيرقانوني توګه استفاده کيږي  په دې توګه په وروستیو میاشتو کې په هلمند کې ددښمن لخوا هوایي چاپي زیاتي شوې وې ، چې ګڼ شمیر ملکي وګړي په کې تلف شول ، اوهم یې دتلیفون په مټ مجاهدین تعقیبول مجاهدينو ته چې ډيرتلفات وراوړي ، نيول کيږي اويايي داوسيدوځايونه  په نښه کيږي ، هغه دټيليفون دأنتنونود لارې  دامواجوپه مټ چې امريکايان ترې استفاده کوي  منڅ ته راځي ، اوس نو زمونږ اهم ضرورت دي چې ترڅه وخته پورې يې دفعاليت مخه ونيسو ، نو بالاخره مجاهدینو وپتېيله چې موقتا په دې ولایت کې تیلفوني شبکې بندې کړي ، هغه امر موقتي وه ، کله چې دچاپو مشکل تریوه حده کم شو، اوس بیرته په زیاتره سیمو کې تیلفونی شبکو ته دفعالیت اجازه ورکړل شوې ده مګر په ځینو سیموکې دلزوم دید له مخې لاهم بندې دي  چې دمشکلاتو ترموجوديته به  دوام وکړي .

پوښتنه: د ښوونځیوپه اړه ستاسو د مشر له قوله ویل شوي وه چې طالبان په  مکتبو بریدونه  نه کوي، خو له هغه سره سره اوس هم ستاسو ترکنترول لاندې سیموکې  ښونځي تړلي اوکله ناکله سوځول کېږي هم, په دې هکله موځواب څه دی؟

ځواب :  تاسو به دا منئ چي په افغانستان کې داشغالګرو په نسبت مجاهدین په زیاتو سیمو کنترول لري نو که موږ وغواړو چي مکاتب بند کړو په سلو کې به لس فیصده هم فعاليت ونه کړای شي خو موږ دا ندي کړي اونه هم زموږ په سیمو کې مکاتب بند دي اودا چي مکاتب سو ځول کیږي  په دي کې مجاهدین لاس نلري البته یوه خبره دیادوني وړ ده چي دهیواد په ډیرو بر خو کې دښمن په مکاتبو او کلینکونوکې نظامي اډي جوړي کړي چي هغه مکاتب او کلینکونه په دغه صورت کې نظامي اډي بلل کیږي تاسو به اوریدلي وي چي په دي وروستیو کې دلغمان ولایت د بادپښ   سیمه چي دکابل اداري نوي ولسوالي پکښي رسمي کړه نو یو فعال کلنیک یې دولسوالۍ ددفتر لپاره اشغال کړ ددي نور مثالونه هم شته  چې طبعاً به داسي ځايونه بياتربريدلاندې راځي  اومسئوليت يي هم دهغه چا ده چې ددغو اماکنونه بده استفاده کوي  .

پوښتنه: ایا په امریکا کی د پادری له خوا قرآن کریم سوځول ستاسو په عملیاتو باندي څه تاثیر درلودلی؟

ځواب : ولې نه ، دغه فجيع عمل دافغانانو کرکه اونفرت نورهم دامريکايانوپه مقابل کې را اوچت کړ، ولس داسلامي امارت دروان جهادپه ضرورت نورهم ټينګاروکړاوهغه يې داسلامي مقدساتواوشعائرودخونديتوب يواځينى لاروبلله حتي دکابل رژیم په پولیسواونورو مامورینو کې له موږسره همکاري زیاته شوه او له امریکایانو نه دانتقام روحیه پیاوړي شوه چې داټول شيان زموږ په عملياتوکې  هم زياتوالی او قوت راولي . 

پوښتنه : بعضی عملیات  چی په آفغانستان کښی کیږی  که  د شریعت په نظر ورته وکتل شي نو غیر مشروع اهداف به وګڼل شي  خو اسلامی امارت اکثره وخت په دارنګه عملیاتو چوپ خوله پاتي شوې دي  نه ئی په غاړه اخیستی دي او نه تری منکر شوې دي ، دلته یو  سوال مطرح کیږی چی آیا تاسو دا رنګه عملیات جایز بولئ او کنه ؟ او که چیری ئی جايزبولئ نو په کوم دلیل ؟ او که نه ئې بولئ نو ولې چوپ خوله پاتې کیږئ ؟

ځواب : تاسو دغه پوښتنه ګونګه مطرح کړه ، نه پوهيږو چې ستاسو نيوکه به په کوموعملياتو وي چې غير شرعي درته بريښي ، که مطلب مو دعامو خلکو بې موجبه وژنه وي  اوياپه ولسي ځايونوکې چاودنې  اوبريدونه وي ، اسلامي امارت په دې برخه کې څرګند دريځ لري ، خپل مجاهدين یي  په زوَراوزيرپوه کړي او مکلف یي  ګرځولي چې لدغسې اعمالو او ګامونو ځان وساتي ، ان تردې چې که کوم مجاهد او مسئول په دغسې کړنو ګرم وبلل شي  دامارت په جهادي لارښود او (لايحه ) کې داماده شته چې سزابه ورکوي ، پاتې شوه داخبره چې مونږپه ځينو وختونو کې په دغسې پيښو سکوت کوو، علت يې دادى چې په هغه مهال مونږ ته دقيق معلومات په لاس نه وي راغلي اوسيمه يز مسئولين دهغې پيښې په تحقيق او بررسي بوخت وي ، نوطبعا دغسې يو مبهمه  حادثه څه وخت غواړي اوګړندى موقف  يې په باب نشي په ډاګه کيدلاى .

ـ   مجاهدصیب داچې له ټولو مصروفیاتو سره سره مو دنن ټکی آسیا ویب سایت پوښتنې راځواب کړې ډیر زیاته مننه درڅخه کوو
ـ  لتا سو هم مننه موفق اوسئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x