شعـــــرونه

حماسه د رڼا

م.ثـاقـب

چې یې مرمـوز حُسن کې ښکاري فلسفه د رڼا
ده د قـرآن پاڼـو کـې نغښتې حماسه د رڼا

ځي یې د هر سورت لـه نـوره د خلوت لپاره
ستا د زړګي تـر خانقاه پـوري جـلوه د رڼا

ستا لامبوزنه اروا وړي تـر خپل منزله پورې
د نور په سيـند کې هـغه ځغلنده څپه د رڼا

چې دې خورې د ايمان وړانګې شې د روح په څانګو
د عشق درسګاه کې به شې ســتا بلـه ډيوه د رڼا

کيف د الهام دی چې يې راوړه د ثرياء له غيږې
اسـرار د فـقهې د رازونـو سلسله د رڼا

چې يې د رب د رضا رنګ دې له حديثو وړَی
شې بـه دې پاتـې پرګـنو ته نـمونه د رڼـا

چې يې مهمل ژوند ته تابيا ده دمعنا نيولې
ده د تـوحيد کلمه ستـره مدرسه د رڼا

ثاقـبه لمر يې په غروب پسي غروب نه کوي
که غروب وکړې هغه ښکلې پيلامه د رڼا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x