افغانستان

امریکایی فوځي څیړونکو دافغانستان دپولیسو په اړه ژوري څیړني پیل کړی دي

kandahar_tunnel (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۶) واشنګټن: امریکایی فوځی څیړونکو تیره ورځ ویره ښودلی ده چی تراوسه پوري دافغانستان حکومت ته مالومه نه ده چي هیواد کي یی څومره شمیره پولس په دنده بوخت دي، چي دي خبری امریکایی سرنا خلاصه چارواکی له سختی اندیښنی سره مخ کړي دي، نوموړي وایی کیدای شی دافغانستان دپولیسو په نامه سره راتلونکی نړیوالي پیسي دیو څو کسانو جیبونوته ځي.

دافغانستان دپولیسو داداره کولو او دهیواد دبیا جوړوني دچارومسئولي اداري سیګار په داسی وخت کی دافغانستان دپولیسو دا اداري دڅیړونو اوتحقیقاتو وړاندیز وکړ، چي امریکایی چارواکي غواړی دروان کال په اخیرو کي دافغانستان دامنیت چاری افغانی پولیسو ته وسپاری او امریکایی ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو لاس پوری کړي، دافغانستان دپولیسو دتحقیقاتو دچارو مسئولي اداري سیګار زیاته کړه، له ۲۰۰۲ میلادی کال څخه بیا تراوسه پوري دنړیوالو مرستوکونکو هیوادونو له لوری دافغاني پولیسو دمعاشونو لپاره ۱.۲۶ بیلیونه ډالره ورکول شوی دي، دافغانستان دپولیسو په اړه د جوړي شوي اداره مرستیال زیاته کړه دپولیسو دیو مرکزي منظم سسټم دنه موجودیت په صورت کي به دا ډیره مشکله وي ترڅو مالومه شی چي پیسی چاته ورکړل شوي اوچیري ورکړل شوی دي.

نوموړي زیاته کړه ترټولو بده اونه جبرانیدونکي پیښه چي تیره ورځ وسلوالو طالبانو په ډیره سپین سترګیا اوجرائت سره وکولای شول په سلګونو متره تونل وکندي اوبیا خپل ټول زندانیان په ډیره ارامه توګه له زندانه وباسي، دافغانی اداری حقیقت اوڅرګندوالی نور له شک سره مخ کړی ده دتیری ورځي پیښه نه یواځي افغاني اداره او بهرني ځواکونه له حیرانتیا سره مخ کړي دي بلکه دابه ددنیا دجنګي تاریخ یوه برخه وي.

نوموړي زیاته کړه دافغانستان امنیت وافغاني ځواکونو ته سپارل دولسمشر اباما دسټراټیجي یوه مهمه برخه ده، ولسمشر اباما چي تیرکال یی افغانستان ۳۰۰۰۰ زره نور امریکایی فوځیان راولیږل غواړي دروان کال تراخیره پوری بیرته دامریکني ځواکونو په ایستلو پیل وکړي،

دافغانستان دپولیسو دڅیړونو اداره دامریکي دکانګریس لخوا څخه جوړه شوی وه ترڅو مالومه کړی چي دامریکی له لوري دافغانستان دپولیسو لپاره ورکړل شوی پیسی چیري اوپه څه ډول مصرفیږي، راپورکاږي که څه هم دافغانستان حکومت غواړي چي دروان کال تراخیره پوري دملي پولیسو شیمره ۱۳۴۰۰۰ زره ته ورسوي، خو تراوسه پوري ورته مالومه نه ده چي افغانستان کي څومره پولیس دي اوچیري دندي ترسره کوی.

سیګار( امریکی دڅیړونو اداره) وایی تیرکال دسپټمر په میاشت کي دافغانستان حکومت دپولیسو شمیره له ۱۱۱۷۷۴ څخه بیا تر ۱۲۵۲۱۸ پوري ښودلی وه.

تیره ورځ به نیویارک کي دافغانستان او دعراق په اړه یوي راغوښتل شوی غوندی ته دوینا پرمهال دڅیړنو د اداري مشر ریچارډسن زیاته کړه که څه هم دافغاستان حکومت په وار وار سره کوښښ کړی دي ترڅو په افغانستان کي دپولیسو کره شمیره ځان ته مالومه کړی، خو زه باور لرم تراوسه پوری لا په افغانستان کی ډیري پیسی چارواکوته صرف دنومونو اوخیالي پولیسو په نامه ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه افغانستان کي بیړني حالات دي او په مختلفو نومونو سره پولیس په کار اچول شوی دي نو په داسی حالاتو کي مشکله ده چي دپولیسو کره شمیره دي مالومه شي،

ریچارډسن وویل تیرکال ددسمبر په میاشت کي یو لوړ رتبه پلاوي اروزګان ته لاړ ترڅو مالومه کړي چي څومره پولیسوته څومره پیسی ورکول شوی دي، خو ویی نشو کړای ترڅو چاته، چیري او څومره پیسی ورکول شوی دي،  پلاوي بغیر له کومی پایلي بیرته ناکامه راستون شو.

دامریکي متحده ایالاتو دملګروملتونو لخوا څخه دافغانستان لپاره دورکړل شویو پیسو دریمه برخه دافغانستان دپولیسو په روزنه کي لګولي او همدارنګه بی شماره نوري پیسي یی بیا یواځي ددی لپاره مصرف کړی دی ترڅو افغانی ځواکونو دی ته تیار کړي چي له نړیوالو ځواکونو څخه امنیتي چاري په غاړه واخلي،

سیګار(دافغانستان لپاره امریکني څیړونکي) اداري خبر ورکړی دي چی له ۲۰۰۲ کال راپدي خوا امریکا افغانستان ته ۲۹ بیلیونه ډالر ورکړی دي، چي له نیمایی څخه زیاتی روپی دافغاني ځواکونو په جوړلو اوپه فوځي تجهیزاتوباندي لګیدلی دي، درواني میاشتو په لومړیو کي دامریکي کانګریس دافغانستان لپاره ۱۱.۹ بیلیونه نور امریکایی ډالر خاص کړل ترڅو دافغاني ځواکونو دپیاوړتوب لپاره په کار واچول شي.

بخت الرحمن بخت ……………….نن تکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x