روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژي شپږمه ورځ د تاریخ پاڼو کي !

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله !

۱- د تورات نزول :

د روژي د میاشتي په شپږمه د تورات اسماني کتاب په موسی علیه السلام باندي نازل شو ، د یادولو وړ ده چي وروسته د یهودانو له لوري په پوره ډول تحریف شو .

د سند فتح :

د روژي د میاشتي په ۶ مه ورځ په ۶۳ هـ کال کي چي د ۶۸۲ میلادي کال د مي د میاشتي له ۱۴ تاریخ سره سمون خوري د اموي خلیفه ولید بن عبدالمالک د حکومت په مهال مسلمانان د محمد بن قاسم رحمة الله علیه  په مشري وتوانیدل چي د هندیانو لښکر ته د سند د بحر په غاړه پریکنده ماتي  ورکړي او سند ددوي له ظلم او بربریت څخه وژغوري .

د عموریه فتح :

د روژي په ۶مه ورځ په کال ۲۲۳ هـ کي چي ۸۳۸ میلادي کال د جولای د میاشتي ۳۱ تاریخ سره سمون خوري د عباسیانو د میړني خلیفه معتصم غوږونو ته د عموریه ښار د مسلمانانو فریاد ورسید ، نوموړي د دوی فریاد ته لبیک ووایه او دا ښار يي د صلیبیانو له پنجي څخه ازاد کړ .

په صلیبیانو د مسلمانانو سوبه !

د روژي په ۶ مه په ۵۳۲ هـ کال کي چي د ۱۱۳۸میلادي کال د مي د میاشتي له ۱۷ تاریخ سره سمون خوري مسلمانان د نورالدین زنګي په مشري په دي وتوانیدل چي د شام په شمال  حلب ښار کي صلیبیانو ته پریکنده ماتي ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x