حامد الله ستون

ولې ستړی او سست یم؟

ژباړه: حامدالله ستون

ځکه چې یو کار هم په خپل وخت نه ترسره کوې. له لمانځه څخه پیل تر ټولو چارو پورې، که چېرې د بریالیتوب لومړۍ نښانه، چې هغه لمونځ دی، په خپل وخت ترسره کړې، بدن دې سپک او د هر ستونزمن کار لپاره چمتو کیږي. لمونځ د اسلام سپېڅلي دین یو له مهمو ارکانو څخه دی، چې په قرآن کریم او د رسواللهﷺ په سنتو کې پرې زیات تأکید شوی دی. مګر څومره زیات کسان دي، چې دنیوي چارو یې له اخرت څخه پام اړولی دی او لمانځه ته په دومره ارزښت باندې قایل نه دي او د دنیوي شهوتونو په لټه کې سرګردان، الهي اوامرو ته نه پاملرنه او د اللهﷻ له ذکر څخه غافل دي او د هغه ﷻ له قهر او غضب څخه نه ویریږي او له هغه ناوړه عاقبت څخه وېره نه لري، چې په تمه یې دی.

یو ځل یې و ازمویه. په کومه ورځ چې لمونځ ونه کړې، ټول کارونه مو دروندوالی کوي، حتی خوب درته دروند شي. مګر په کومه ورځ مو چې د سهار لمونځ ادا کړی وي، تر شپې پورې مو ټول کارونه په ډېرې آسانۍ مخ ته ځي. مګر تاسو غافل یاست، دا منې مګر عمل پرې نه کوې. شیطان درته دا درانه کړي دي او بې ځایه کارونه یې درته آسانه کړي دي، تر څو تا  په غم او جنجال کې ښکېل کړي. دا سمه ده، چې څو ځلې به درته دروند و ایسي، مګر که چېرې مو شیطان و شرماوه، څو ځل مو زحمت ومانه، ډېر درته آسانه کیږي. هو په داسې حال کې، چې اللهﷻ هغوی ته امن، روغتیا او زیاته روزي ورکړې ده، مګر دوی یې په مقابل کې د دې نعمتونو د شکرانې او اطاعت پر ځای نا شکري کوي. افسوس د هغه انسان په حال، چې څه ډول دا جرائت کوي، چې د خپل خالق په وړاندې سرغړونه وکړي. آیا په دې نه پوهیږي، چې د ځمکې پر سر ټول انسانان د اللهﷻ په وړاندې فقیر، اړ، خوار او ذلیل بنده ګان دي؟ په لمانځه کې تواضع پر سړي لمونځ آسانه کوي، اللهﷻ فرمايي:
وَإنَّها لَکَبِیرَ ه إِلَّا عَلَی الْخَاشِعین﴿البقره: ۴۵﴾

ژباړه: په دې کې شک نشته چې لمونځ یو ډېر سخت کار دی، مګر په اطاعت کوونکو.

تواضع یو ډېر لوی کار دی او ژر له منځه ځي او زمونږ په وخت کې ډېر نادر او لږ پیدا کېدونکی دی. رسواللهﷺ فرمایلي دي:
أول شیء یرفع من هذه الأمه‌ء الخشوع، حتی لاتری فیها خاشعاً

ژباړه: له دې امت څخه لومړی شی چې له منځه ځي، هغه تواضع او خشوع ده، تر هغه ځایه، چې هېڅ به یې نه شې موندلی.

له شک پرته ډېر خنډونه شتون لري، چې د نېکمرغۍ په لاره کې واقع شوي دي او نه پرېږدي، چې انسان ورته ورسیږي او له نعمتونو څه یې ګټه واخلي. اللهﷻ فرمایلي دي:

ژباړه: او اللهﷻ چې وغواړي څوک ګمراه کړي، د هغه سینه تنګوي او داسې یې ساه بندیږي، لکه چې د آسمان په لور پورته کیږي. الانعام.۱۲۵. په دې ډول قرآن کریم هلاکت، بدبختي او توره ورځ په کره ډول تعریفوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د