ټولنیزه برخه

څرنګه آزموینې ته درس ووایو؟

سلیمي نړیوال

کله چې په ښوونځۍ که وم تل به مې د شپي له خوا درس ویلو، او د آزموینې په شپه به تر ډیره وېښ وم، خو کله به چې ښوونځۍ ته لاړم او آزموینې پاڼي ته به کېناستلم نو زیاتره وخت به هغه څه رانه هېر شول، څه به مې چې د امتحان په شپه ویلي وو.
نن سبا زیاتره زده کوونکي تل خپل درسونه د شپي له خوا وايې، او هڅه کوي تر څو د آزموینې په شپه تر ډیره وېښ پاتي شي او درس ووایې. خو پدي ډول درس ویل یو له ډیرو خرابو طریقو څخه ده. هغوي چې د شپي له خوا او د آزموینې په شپه درس وایې لومړي دا چې دا ډول درس ویل هيڅ ګټه نلري، بلکي تاوان يې ډير دی. او دا خرابه طریقه کولاي شي زده کوونکي له لویو راوني ستونزو سره مخ کړي. دا چې آزموینې ته څرنګه درس ووایو؟ او څرنګه کولاي شو په آزموینه کې بریالي شو؟

یو څو د خپل ژوند اصول درسره شریکوم هیله ده چې په درد مو وخوري، او دا اصول چې ما په خپلو آزموینو که ترې ګټه اخیستي ده ترننه یې پایلي بریالي وي.

۱ – که له کومي دمي (وقفي) پرته دومدار درس ووايې یواځي دا نه چې ګټه به ونلري، بلکي تاوان مو د ذهن د آرامتیا ته رسولي شې. او دا په ځان بې ځایه فشار راوړل دی. ښه لاره دا ده: چې د درس ویلو مهال ویش مو داسي ترتیب کړئ چې د درس ویلو په منځ که دمه وکړئ، خپل د آزمویني کتاب مو په څو برخو وويشئ او د هري برخي له ویلو سره د یوه ټاکلي وخت لپاره دمه وکړئ، البته دومره دمه چې تيره موضوع مو له یاده ونه ځي.
۲ – که له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو پوري درس وایې، باید د ۱۰ دقیقو په شاوخوا کې دمه وکړئ. په دې لسو دقیقو کې یا تلویزون وګورئ،او یا ویډیو ګیم وکړئ، او کوم درس مو چې نن ویلي دی په ۲۴ ساعتونو کې یې یو ځل بیا تکرار کړئ تر څو مو په ذهن کې پاتي شې.
۳ – په بیړه او ورخطايې درس ویل یو له وروستو پاتې لارو څخه ده، ځیني زده کوونکي هڅه کوئ، تر څو په لږ وخت کې ډیر درس ووایې، خو دا یوه لویه تېروتنه ده چې زده کوونکي یې کوي. بلکي ښه لاره دا ده چې په ډیر وخت کې لږ درس ووایئ خو سم او دقیق یې ووایئ. تل هڅه وکړئ چې په آرامه فضا کې درس ووايئ، تر څو مو ذهن یواځي په درس ویلو باندي بوخت وي. او په آرامه فضا کې درس ویل د ښه شې د زده کولو په معنا دی.
۴ – د ښه او دقیق درس ویلو لپاره مو باید تل خوب پوره وي، ځکه چې په آرامه ذهن او پوره خوب مو کولاي شې درس ښه خپل ذهن ته وسپارې. کوم زده کوونکي چې د شپي له خوا درس وایې او په خوبولو سترګو درس ته ناست وي، هغه درس ویل نه یواځي چې ګټه نلري بلکي تاوان یې ډیر دی. هر وخت چې خوب درتلو درس مه وایئ ځکه هغه درس ویل مو په ذهن کې نه کيني. او په هغه شپه چې سبا ته مو آزموینه وي باید له ۹ تر ۱۰ ساعتونو پوري مو خوب کړي وي.
۵ – او تل کوشش وکړئ، د امتحان نه مخکي په هغو وسایلو باندي ځان ډاډمن کړئ، کوم چې په امتحان کې درته پکاریږي. که چیري مو د آزموینې په صحنه کې خودکار رنګ خلاص کړې، نو دا به مو په ذهن ډیر بد تاثیر وکړي او ‌په ذهن کې به مو پراته شیان ګډوډ شي. او تل کوشش وکړئ، چې ډیر په ډاډه زړه او آرامه ذهن په آزموینه کې ګډون وکړئ، تر څو ښه پایله ترلاسه کړي. او که مو د آزموینې تر تاثیر لاندې راغلي یاست، نو لومړي اوبه وڅښئ، او ژوره ساه واخلئ، تر څو مو د آزمویني تاثیر له ذهنه ووځې.
۶ – که ازموینه ته مو ډیر ورخطا وې، نو لومړي هڅه وکړئ هېر کړئ چې تاسي آزموینه لرې. او که مو له ذهنه نه ووتو نو قدم ووهئ، او یا هم له خپلو ملګرو سره داسي خبري وکړئ چې آزموینه مو له یاده ووځئ؛ او فشار مو له ذهنه کم شي. ارواپوهان وایې که آزمویني ته ډیر ورخطا شي نو نشې کولاي ښه پایله تر لاسه کړي، نو که یو نیمه سندره واوري نو ذهن به مو آرامه کړي.
او په اخیر کې دا په یاد ولرئ! چې تل مو ورځني درسونه وایئ، تر څو مو هر څه ښه په ذهن کې پاتي شې او په راتلونکي کې تري ګټه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x