افغانستان

په كندهار د ترافيكي پېښو ګراف لوړ سوي دي

traffic_afghanistanهر لوي ښار دترافيكي ستونزو سره مخ وي كندهار دافغانستان دلويو ښارونو څخه بلل كيږي او ترافيكي گڼه گوڼه په دې ښار او ښار ته پر راتلونكو لويو لارو كښي مخ پر زياتيدو ده چي په ښار كښي يې  ځانگړي علت د دې ښار دماسټر پلان په پوره توگه نه عملي كول دي او دامهال هم پرهغه سړكونو تگ راتگ كيږي چي  څو كاله  وړاندي جوړ سوي خو اوس يوازي په پاخه ډول سره رغول سوي.

په داسي حال كښي چي دامهال دنورو عراده جاتو ترڅنگ په ښار كښي دگرځيدونكو موټرو شمېر دتېرو څو كلونو په پرتله څوبرابره زيات سوي دي .

د دي ښار اوسيدونكي او پرلويو لارو باندي تلونكي او راتلونكي كسان   هره ورځ دترافيكي پېښو شاهدان پاته سوي دي چي  زياتي ترافيكي پيښي دكندهار كابل اوكندهار هرات پرلويو لارو رامنتځه كيږي ترافيكي چارواكي يې سبب دموټراشتريگ  ته دناستو كسانو بي غوري بللي ده

خوموټر چلوونكي بيا د ترافيكي پېښو د رامنځ ته كېدو علت دبهرنيو فوځيانو د اكمالاتي موټرونو تېز سرعت او دسړكانو كوچنيتوب په ګوته كوي .

په كندهار ښار كي نه يوازي چي ترافيكي اشاري او لوحي نسته بلكي داسي كسان هم موټر چلووي چي قانوني عمر يې نه وي پوره كړي

دكندهار دعامي روغتيا رئيس ډاگټر عبدالقيوم پخلا وائې چي دكندهار ميرويس حوزوي روغتون ته دتېر كال په جريان كښي 6097 ترافيكي پېښو څخه ټپيان او مړي ور وړل سوي دي او دجملي څخه يې 5684 په پيښو كي زخمي سوي كسان چي زخمونه يې ژور وه بستر سوي هم دي ډاكټر پخلا وويل چي په ترافيكي پيښو كي تلفات د دوي په وړاندي  يوه لويه  ستونزه ده چي ليري كول يې ناشوني دي او بايد مسول چارواكي يې په وړاندي اقدام وكړي .

دكندهار ولايت دترافيكو مدير سمنوال محمدالله خان دروغتيا رياست دلوري په ترافيكي پيښو كي د اوښتو تلفاتو شمېره يوازي دكندهار ولايت نه بولي.

نوموړي وايې چي ميرويس روغتون ته د هرات- كندهار  او كندهار كابل لويو لارو د نژدي سيمو او ګاونډيو ولايتونو د په مسير كي د كېدونكو ترافيكي پېښو څخه مړي او ټپيان ور وړل كيږي.

محمد الله خان په كندهار ولايت كي دتېر كال په جريان كښي  دترافيكي پيښو شمېره د دوه سوو څخه لوړه نه يادوي  او زياتوي چي په  رامنتځ ته سوي ترافيكي پيښو كښي 71 تنه په  پيښو كښي وژل دي .

ديادوني وړده چي زياتي ترافيكي پيښي پر لويو لارو باندي دترانسپورټي شخصي شركتونو لخوا ديوبل سره دسيالي په ترڅ  كښي هغه وخت رامنځته كيږي چي مسافر وړونكي موڼرونه دغيري مسلكي كسانو لخوا موټر ته زيات سرعت  وركول سي چي مسافر دكور پرځاي گور او ياهم روغتون ته رسوي .  چي ډير كله موټر چلونكي  دترافيكي پيښي وروسته په تيښته هم بريالي سوي دي.

اسد الله زړه سواند – كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x