شعـــــرونه

د ماشومتوب غزل: نظام کندهاری 

نظام کندهاری 
نن مي بيا زړه رانه غواړي د نګار مخ
په کوګل کې نا آرام غواړي د يار مخ
شبانګاه مي په سرو اوښکو ګرېوان خيشت شو
خدايه ولي نه راځي دا د سهار مخ
د فراق تيغ مي له زړه نه کباب جوړ کړ
ځکه شو د خوږمن زړه مي پر انګار مخ
که آشنا راته مرهم د وصال راکړه
په هغه دم به مي جوړ شي د پرهار مخ
شيخه لاړ شه د خوبانو له مجلسه
د جنت نه دی لايق دا ګنهګار مخ
چې “صورت” او “هيولٰی” مي مُرَکب شول
له هغه وخته مي شو د عِشق پر لار مخ
ققنس رنګه به په خپلو چيغو سوځې
اې نظامه نور دي پټ کړه د ګفتار مخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x