افغانستان

په هلمند كې د مالوچو بيې لوړي سوې دی

cotton_fieldsځايي چارواكي وايي چې له همدې امله دامهال ۷۰سلنه هغه كروندگرود پنبې كرته مخه كړې چې وړاندې يې د كوكناروكركيله كوله.

دوى د مالوچود بيود لوړوالي لامل په دې ولايت كې د كوكنارود كښت كموالى اوپه پاكستان كې د تيركال سيلابونه په گوته كوي.

د هلمند ولايت د بست تصدى تخنيكي مرستيال انجنيرسعدالله وايي چې دا مهال په هلمند كې

په آزاد بازاركې د يوكيلوگرام مالوچوبيه ۱۵۰افغانيوته رسيدلې په داسې حال كې چې تيركال دا بيه ۵۰افغانيوته رسيده اودوى دامهال هغه مالوچ چې د تيروڅوكلونوراپه ديخوا پاتې ووپه بشپړډول پلورلي دي.

دده په وينا چې په گاونډي هيواد پاكستان كې د تيركال سيلابونه اوپه هلمند كې د كوكناروپه كركيله كې كموالى ددې لامل سو چې د دوى مالوچ په بشپړډول پلورل سوي اودا مهال په دې ولايت كې ۷۰سلنه هغه كروند گروچې وړاندې يې كوكناركرل د پنبې كرته مخه كړې په داسې حال كې چې تيركال ۳۰سلنه كروند گروپنبه كرله.

نوموړى داهم وايي چې د تيرودوه اونيوپه اوږدوكې يې شاوخوا لس ټنه پنبه دانه كروند گروته د كرلوپه موخه وركړې اودا لړى په چټكى پرمخ روانه ده.

په همدې حال په دې ولايت كې كروندگر وايي په ځمكوكې يې كرل سوي كوكنارله منځه يوړل سول اودا مهال يې د پنبې كرلوته مخه كړې ده.

د دوى په وينا كه د دوى  پنبې په لوړه بيه وپلورل سي ښايي په لوړه كچه د پنبې كركيله يوځل بيا په دې ولايت كې دود سي.

اسد الله زړه سواند – کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x