افغانستان

روزګان کې ړوند افسر د پوليسو قوماندان ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د کورنيو چارو وزارت رزوګان کې د دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان يو پخوانی افسر ټاکلی، چې په دواړو سترګو ړوند دی.

قوماندان شاه محمد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړيو کې د پوليسو ليکو ته ورغلی و، وړم کال يې په يوه چاودنه کې دواړه سترګې له لاسه ورکړې وې.

نوموړی له دې وړاندې د روزګان د مرکز ترينکوټ مهراباد کې د پوليسو قوماندان و.

د روزګان ولايتي چارواکي وايي، چې قوماندان شاه محمد د خپلې تجربې او وړتيا له مخې ټاکل شوی دی او هيله يې څرګنده کړې، چې د نوموړي له ګومارنې سره به د دهراود امنيت کې ښه والی راشي.

د روزګان ولايت وياند دوست محمد نايب رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د شاه محمد د ګومارنۍ پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې نوموړی مسلکي افسر نه دی، مګر د خپلې تجربې او زړورتيا له امله په دغه دنده ګومارل شوی دی.

قوماندان شاه محمد په داسې ولايت کې په مهمه دنده ګومارل شوی، چې نا امني په کې ډېره ده او ګڼې سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې د روزګان ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو وېره څرګنده کړې وه، چې روزګان د سقوط په درشل کې دی او که مرکزي حکومت د دغه ولايت دفاع او امنيت ته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو طالبان به په لنډه موده کې دغه ولايت ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x