د کندهار ښاروال: په لسګونه زره جريبه ځمكه زور واكانو تر خيټي لاندي كړي ده
كندهار ښاروالي وايي چي په كندهار كي پر زرګونو جريبه ځمكه قبضه سوي او بيا په جعلي اسنادو سره د وخت د لوړپوړو چارواكو په ملاتړ او همكاري خرڅه سوي ده .
كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وايي چي شل زره جريبه دولتي ځمكه چي د ښاروالۍ ملكيت دي يوازي ددي ښار په وړه سيمه لويه وياله كي قبضه او دا مهال كورنه پري جوړ دي .
هغه وايي چي په لسګونه زره جريبه ځمكه نور هم زورواكانو تر خيټي لاندي كړي ده .
په وينا يي چي په هرډول وي كندهار ښاروالي به يي يادي ځمكي له زورواكانو څخه اخلي .
كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وايي چي دا مهال د كندهار ښار په مربوطاتو كي په زرګونه جريبه دولتي او د ښاروالۍ ملكيت ځمكي قبضه او په غير قانوني ډول د نقشي خلاف كورونه پري جوړ سوي دي .
حميدي زياتوي چي دا ځمكي د هيواد په كړكيچن حالت او يا هم د افغان دولت په تيرو دورو كي چي د وخت د ادارو د مشرانو په همكاري او زور سره قبضه او دا مهال د جعلي اسنادو په جوړيدو قبضه كوونكو پلورلي دي.
ښاروال په خپلو خبرو كي د هغو دولتي ادارو نومونه هم په ګوته كړه كوم چي ددي ځمكو د قبضه كوونكو سره يي د خپلو شخصي ګټو دپاره همكاري كړي ده خو د كوم شخص نوم يي ياد نه كړ .
كندهار ښاروال وويل چي دا مهال د قبضه سوو ځمكو دقيقه شميره نسته ورسره خو په دي برخه كي يي اړوندي اداري تورني كړي چي د قبضه سوو ځمكو اندازه يي نه ده معلومه كړي او په دي برخه كي غفلت كوي .ښاروال وايي چي تر دي مهاله يي هغه ځمكي د زورواكانو له منګولو ژغورلي دي چي زور يي پري رسيدلى دى .
خو اوس هم په دي هڅه كي دي چي ټولي قبضه سوي ځمكي خلاصي او بيرته يي د دولت په واك كي وركړي .
هغه وويل چي كه په دي برخه كي هر ډول ستونزه ورته پيښيږي نو د مرګ تر شيبي يي مقابلي ته ولاړ دى .
دا په داسي حال كي ده چي په افغانستان كي تيري ديرش كلنۍ جګړي د دولت نظام له منځه وړى او ډول ډول ګډوډيو دا زمينه برابره كړي چي خلك په زور او خپل سر سره ځمكي قبضه او بيا جعلي اسناد پري جوړ كړي .
د تر سره سوو څيړنو وروسته دا مهال په ټول هيواد كي تر يو ميليون جريبه زياته ځمكه قبضه او زورواكانو خيټي پري اچولي دي .
اسدالله زړه سواند:كندهار