افغانستان

د لوګر په ازري کې بېپلوټه الوتکي ۱۱ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې بېپلوټه الوتکي یوه سراچه ډوله موټر په نښه کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي چې پيښه د ازرۍ او حصارک ولسوالۍ تر منځ د سپاندو کس په نامه سیمه کې را منځته شوې.

نوموړي ویلي چې د امریکايي الوتکو په بمبار کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي او وسلې یې له منځه تللي دي.

له یادي سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې وژل شوي کسان ټول عادي وګړي دي.

بل خوا د ولایتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي چې په بمبار کې ۳ تنه ولسي وګړي او پاته ۸ تنه طالبان وه.

د فیسبوک له لاري نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږل شوي پيغام کې په دې اړه ویل شوي چې وژل شوي کسان ټول د لوګر ولایت اوسیدونکې وه.

د یادوني وړده چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایانو بېپلوټه الوتکي ولسي وګړي په نښه کوي، او ورسره ادعا کوي چې طالبان یې وژلي، ددې تر مخه یې په ((چار شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل) د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې ۱۷ تنه قومي مشران هغه مهال وژلي وه کله چې هغوی په یوه ډاټسن موټر کې د جرګې په موخه له یوه کلي بل کلي ته روان وه. د یاد ولایت د والي ویاند نبي الله پيرخیل هغه مهال ویلي وه چې وژل شوي کسان ټول طالبان وه، خو تېره ورځ په ارګ کې د پکتیکا د قومي مشرانو په ارګ کې د ولسمشر سره هم دغه خبره شریکه کړه چې د بېپلوټه الوتکي په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله اشرف غني د امریکایانو له لوري د ولسي وګړو په تلفاتو چوپه خوله پاته کیږي، او په دې اړه د هر راز بیان ورکولو څخه ډډه کوي.

د سیاسي شنونکو په قول د ولسي کسانو وژل هم د افغانستان د داخلي قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له مخې یو نا روا او بشریت ضد عمل دی، که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت ریښتیا هم په هیواد کې د ثبات او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.

ډرون یا بې پلوټه الوتکي چې په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې د زیاتو ولسي وګړو د مرګ سبب ګرځېدلي، د امریکا څخه اداره کیږي، ددغه الوتکو د اداره کوونکي او چلونکي په امریکا کې په یوه پوځي مرکز کې ناست وي، په الوتکه کې د کامرو او دوربینونو په واسطه خپل هدف په نښه او بمبار باندي کوي. د سیمي څخه د لیري والي او د افغانستان په اړه د کمو معلوماتو لرلو له وجي ددغه الوتکي اداره کوونکي اکثره غلط هدف په نښه کوي چې له امله یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې امریکايي الوتکو بمباری زیاتي کړي او له هري بمبارۍ وروسته یې ولایتي چارواکي او ویاندان ادعا کوي چې د امریکایانو په بمبار کې طالبان وژل شوي خو اکثره حقیقت ددې برعکس وي.

په دفاع وزارت کې باخبره سرچیني وايي چې ددغه وزارت چارواکي هغه وخت د بېپلوټه الوتکو په بمبار خبریږي کله چې بمبار وشي، ځکه نو دوی تر بمبار وروسته هغه خبره تکراره وي چې امریکايي ځواکونه یې ورته وايي او یا له پيښي څخه سمدستي وروسته د طالبانو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د امریکا د بېپلوټه الوتکو د بریدونو څارونکي وايي چې تر هر برید وروسته رسنۍ پرته له تحقیقه تل هغه خبرونه خپروي چې رسمي چارواکي یې دوی ته ورکوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x