افغانستان

کابل: پولیسو ۱۱ کانتینره شراب نیولي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): پولیسو په کابل ښار کې د شرابو ۱۱ کانتنیره او په بلخ کې یې ۷ کسان د ۱۶ کیلوګرامه هیروینو سره نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشيي توکو سره د مبارزې معینیت د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۱۰۱ اسمايي زون قومندانۍ دوه ورځې وړاندې ۱۱ کانتینره چې د شرابو څخه ډک و، د نهمې امنیتي حوزې اړوند په دسپیچري سیمه کې کشف او ونیول.

سرچېنې زیاته کړې چې په کانتینرونو کې ۸۹۵۳۳ لیتر شراب ځای پر ځای شوي وو څو په کابل ښار کې خرڅ شي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د نشيي توکو سره د مبارزې پولیسو پر دې سربېره په بلخ ولایت کې ۷ کسان له ۱۶ کیلوګرامه هیروینو سره نيولي دي.

دغه هیروین په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x