افغانستان

افغانستان د نړۍ څلورم ناامنه هيواد بلل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د تېر ۲۰۱۵ م کال راپورونو کې افغانستان د نړۍ دريم نا امنه هيواد بلل کېده، خو سږ کال په دغه لړ کې له درېیم څخه څلورم نا امنه هېواد ته ښکته شوی دی.

په روان ۲۰۱۶ م کال کې د سولي او اقتصاد انسټېټوټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ څلورم نا امنه هيواد بللی .

ياد انسټېټوټ د نړۍ د ۱۶۳ هيوادونو د سولي او ټېکاو کچه څېړلې چې د ترسره شوي څېړني په اساس د نړۍ تر ټولو امن هيواد آيسلينډ او زښت نا امنه هيواد سوريه بلل شوې .

د سولي او اقتصاد انسټېټوټ د راپور د نوملړ په سر کې د نړۍ ناامنه هيوادونه لومړی سوريه ، دوهم عراق ، دريم سوډان او څلورم افغانستان بلل شوی .

د ۱۶۳ هيوادونو د څېړني په کتار کې پاکستان ۱۵۳ او افغانستان ۱۶۰ د امن مقام خپل کړی چې په اساس يې افغانستان د نړۍ څلورم نا امنه هيواد بلل کيږي .

همدا راز د ياد نوملړ په سر کې د امن هيوادونو نومونه لومړی آيسلنډ ، دوهم ډنمارک ، دريم اتريش او نور په ترتيب سره ياد شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x