افغانستان

د لوي کندهار سوداګر له اقتصادي بحران سره مخ دي

bismillah_afghanmalكه څه هم يوه مياشت مخكي پاكستان په كراچي بندر كي د افغان سوداګرو ترانزيټي مالونو ته د تګ اجازه وركړه خو افغان سوداګر وايي چي لا  يي  هم په زرګونه كانټينره مالونه چي ډير يي خوراكي  توكي دي بند پاتي دي چي نه راوړلو يي په سويلي حوزه كي د خوراكي او غير خوراكي توكو بيي  ډيري لوړي كړي دي.

په كندهار كي د  سوداګريزو خونو چارواكي وايي چي په دي اړه يي  څو څو ځله د افغان دولت له لاري د پاكستاني چارواكو سره خبري كړي خو نتيجه يي نه ده وركړي .

د لوى كندهار ملي سوداګر وايي چي دا مهال يي هم  شپږ زره كانتينره سوداګريز مالونه چي ډير يي خوراكي توكي دي د پاكستان هيواد په كراچي ښار كي بند پاتي دي او پاكستان هيواد  ددي سره سره چي د يادو مالونو د خوشي كولو ژمنه يي هم كړي ده سوداګريز مالونه  افغانستان ته د راوړلو دپاره نه پريږدي چي ډير خوراكي توكي بي كيفيته سوي او  ورځنى محصول هم پري ډير سوى دى .

سوداګر وايي چي افغان دولت ، ولسي جرګه او مشرانو جرګي يي تر دي مهاله غم نه دى خوړلى چي دا دوى او د ټول كندهار خلكو ته په زياته كچه اقتصادي زيان دى .

د سوداګرو په وينا چي ياد سوداګريز بنديز د دي حوزي په ښارونو كي د خوراكي او غير خوراكي توكو بيي هم يو په دوه كړي دي .

و مو غوښتل چي په دي اړه په كندهار كي د پاكستان هيواد د قونسل سره هم خبري وكړو خو ونه توانيدو .

په مشرانو  جرګه كي د كندهار د خلكو استازى او بسم الله افغانمل وايي چي  د كندهار سوداګرو  دا ستونزي يي د ولس مشر په ګډون د سوداګريزو خوني سره شريكه كړي او هغوى په دي هكله كلكه ژمنه وركړي ده  ، په وينا يي موضوع به جدي ونيسي څو ستونزه ډير ژر حل كړي .

په كندهار د سوداګريزو خونو مسوولين هم وايي چي په دي اړه يي د افغان دولت له لاري د پاكستان هيواد د اړوندو مسوولينو سره خبري كړي ، هغوى ژمني وركړي چي ستونزه به يي حل كړي خو تر دي مهاله يي پر كړو ژمنو وفا نه ده كړي  خو بيا يي هم خپلي هڅي جاري ساتلي  دي .په كندهار كي ډير سوداګر وايي چي د ياد بنديز څخه د پاكستان هدف دا دى څو افغان سوداګر د نورو هيوادونو څخه د مالونو راوړل بند او د اړتيا له مخي د پاكستان هيواد سره قراردادونه وكړي .

بايد وويل چي دا مهال د افغان سوداګرو شاوخوا اتلس زره كانټينره خوراكي او غيرخوراكي  چي ترانزيټ دي په كراچي ښار كي بندي پاتي دي ، كه څه هم څه موده مخكي پاكستان هيواد افغان سوداګرو ته د يادو توكو  د وړلو اجازه وركړي وه خو افغان سوداګر وايي چي پر ژمنه يي وفا نه ده كړي .

اسد الله زړه سواند – کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x