افغانستان

طالبانو د امریکايي ځواکونو د جګړیز ماموریت په اړه د اوباما وروستۍ پریکړه وغندله

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د امریکا د ولسمشر باراک اوباما هغه پریکړه غندلې چې له مخي یې امریکايي ځواکونو ته اجازه شوې تر څو د افغاني ځواکونو تر څنګ د طالبانو په خلاف یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ور وګرځي.

د قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې «موږ دغه د جګړې او اشغال اوږدولو هڅه غندو او امریکایانو ته ور په زړه کوو چې د افغانستان ملت په تیرو ۱۵ کالو کې ستاسو د هر راز قوت استعمالولو په وړاندې په متانت سره دریدلی او موږ د یوه ملت په حيث ستاسو د اشغال پر ضد مقدس جهاد پرمخ وړو، زموږ شاتګ، ناکامي او د مبارزې پريښودلو فکر مو له سره وباسئ».

د طالبانو په دغه خبرپاڼه کې امریکایانو ته ویل شوي چې تاسو د یو ملت سره جګړه کوی، «تاسو له یو ګروپ یا ډلې سره نه یاست مواجه؛ بلکي له یو ملت سره مو جګړه پيل کړې ده، د ملتونو په وړاندې وحشت ترسره کیدلای شي، ظلم ورسره کیدلای شي، هیواد يي اشغال کیدلای شي، هدیري او زندانونهپري ډکیدلای شي خو اراده يې نشي بد لیدلی، د آزادۍ  غوښتنې روحيه يي نشي ځپل کیدلای او د عمل ابتکار نشي ترې اخيستل کیدلای».

په خبرپاڼه کې همداراز امریکا ته ویل شوي چې هر چا په افغانستان کې د پاته کېدو او یا جګړو پراخولو مشوره درکړې، هغه ستاسو غلامان دي، په تاسو ځان ساتي او یا به هغه کسان وي چې په جګړه کې شخصي ګټي لټوي. «هر چا چي دا مشوره درکړي وي هغه به یا ستاسو غلامان وي چي په تاسو ځان ساتي, یا به هغه په اصطلاح کارپوهان وي چي د افغانستان او سیمي په اړه مطالعه نه لري او یا به هم د جګړې په اوږدیدو کې شخصي ګټي لري».

په پای کې د طالبانو امریکایانو ته خپل سیاسي دفتر ور په یاد کړی او همداراز یې ورته ویلي چې که جګړه کوی نو مونږ هم نه ماتېدونکي یو. « که بیا هم له زور څخه کار اخلئ ! نو د افغانستان مجاهد ملت د اسلامي امارت په قیادت کې لکه څرنګه چي یې د سیاسي هلوځلو لپاره نړۍ ته خپل ور خلاص کړی  همداسي به د زور ازمویونکو لپاره هم خپل برحق  سنګرونه  ګرم او نه ماتیدونکي ساتي».

اوباما په لومړني او بیا په دوهم ځلي انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به پای ته رسوي، مګر د کتونکو په وینا نوموړی د خپل دویمي دورې تر پای ته رسیدو مخکې یو ځل بیا د افغانستان جګړې ته مخه کړه، او د بوش څخه په میراث ور پاته جګړه به راتلونکي ولسمشر ته په میراث پریږدي.

له هغه راهیسي چې لومړني امریکايي عسکر د افغانستان پر ځمکه پښه ایښې، تر ۱۵ کلنو زیاته موده شوې، ځکه دا جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي او همداسي دا جګړه د امریکا تر ټولو پر مصرفه جګړه بلل کیږي، ځکه امریکا تر اوسه په دغه جګړه کې بېله دې چې خپل اعلان شوي اهداف تر لاسه کړي، په زرګونو عسکر له لاسه ورکړي او په ملیاردونو ډالره یې ضایع شوي دي.

باید وویل شي چې د جګړې ډګر ته د امریکايي ځواکونو بیرته را ګرځېدل که له یوه اړخه د افغاني ځواکونو مورال تقویه کوي له بله اړخه د طالبانو د جګړې انګیزه او داعیه تقویه کوي چې له امله به یې جګړه لا تونده، پيچلې او اوږده شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی هجرت اخند زاده

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ؟ دافغانستان مجاهد او قهرمانو مشرانو کشرانو خصوصا طالبانو کرامو علماو ته خدای ج وکړی زموږ سلام قبول کړی اوزموږ څو لنډ عرایض اومنی تاسو فوهیږی دافغانستان جګړه نوره هم طول پیدا کوی ددی موضوع لفار څولنډ پیشنهادونه ګران اولس ته لرم او خصوصا طالب چارواکو سخه هیله لرم چی فه دقت سره متوجی شی دامریکا لندن فرنګیان جمع دسعودی وهابیان او دایران شیعه ګان دهند او فاکستان فه مرسته او دروس دکم عقلی او دشدیدی دشمنی او عناد چی دافغانستان مسلمان اولس سره یی لری هیڅکله نه غواړی زموږ هیواد کی سوله ثبات راشی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x