نظــر

په مسجدونو کې له چاودنې کولو څخه ځان وساتئ

ليکنه: شيخ ابو المنذر الشنقيطي

ژباړه: ځواکمن طالب

پاملرنه: تير کال دداعش ګوند له لوري په يمن، سعودي اوسوريه کې په مسجدونو کې په مسلسل ډول چاودنې رامنځته شوې، چې ځينې پکې داسې بريدونه هم وو، چې دالله دلارې سپيڅلي مجاهدين پکې درمضان په مبارکه مياشت کې په نښه شول، ددې له امله ځينې حقپاله علماؤ په مسجدونو کې دبريد کولو د ناروا والي په موضوع ليکنې او رسالې وليکلې، چې له دې جملې څخه يې دشيخ ابو المنذر الشنقيطي دا رساله هم ده.

متاسفانه تيره ورځ په ننګرهار ولايت کې هم داسې يوه مشبوهه پيښه رامنځته شوه او ګڼ شمير هيوادوالو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، بناءا ما هم دشيخ ابو المنذر الشنقيطي دغه ليکنه پښتو ته وژباړله، الله دې وکړي په راتلونکي کې ګران هيواد او مظلوم هيواد وال له داسې دردونکو پيښو وساتل شي.

په همدې هيله

ځواکمن طالب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على النبي الكريم وعلى آله وصحبه أجمعين.

مسجدونه په زمکه کې دالله کورونه دي، الله جل جلاله ته خوښ ځايونه دي، دالله دنيکو بندګانو ديوځای کيدو ځايونه دي، ګناه ګارانو ته دهدايت منارې دي، په مسجدونو کې رحمتونه نازليږي، سکينه او برکتونه راښکته کيږي، په مسجدونو کې عبادتونه او نيکی ترسره کيږي له مسجدونو څخه دتسبيح او تکبير ږغونه راپورته کيږي.

علامه قرطبي رحمه الله وايې: په حديث کې راځي چې په ښارونو کې خوښ ځايونه الله تعالی ته مسجدونه دي، يعني دښار په ودانيو کې، يا په سيمو کې او دا ځکه چې مسجدونه دعبادتونو، اذکارو، دمسلمانانو دراټوليدا، ددين دشعائرو دښکاره کيدلو، او دملائکو د حضور لپاره ځانګړې کړل شوي دي. [1]

په مسجدونو کې تږي نفسونو دهدايت له چينو څخه خپله تنده ماتوي، او دعلم، حکمت او ايمان په دسترخان باندې څري.

مسجدونه داسلام دپيغام ، داسلام دلارښوونو، او داسلام دمنهج درسولو منابع دي، ډير بې ليارې دلته په لار راغلي، ډير حقپاله علماء ترې راوتلي، ډير مجاهدين او دالله په لياره کې انفاق کوونکي سخيان پکې روزل شوي.

الله تعالی دمسجدونو مرتبې او مقام ته په اشارې سره فرمايې: : { فِى بُيُوتٍ أَذِنَ الله أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسمه يُسَبّحُ لَهُ فِيهَا بالغدو والأصال } [ النور : 36 ] .

چې کله مسجدونه دومره ستره مرتبه او مقام لري په هر مسلمان واجب دي چې احترام او قدر يې وکړي، مينه ورسره وکړي، دتعظيم او تبجيل په سترګه ورته وګوري، مسجدونه دالله له شعائرو څخه دي، دمسجدونو تعظيم دالله جل جلاله دشعائرو تعظيم دی، الله تعالی فرمايې: {ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ} [الحج: 30]، او فرمايې: {ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ} [الحج: 32].

علامه سعدي رحمه الله فرمايې: دالله جل جلاله دشعائرو تعظيم د زړونو له تقوی څخه چينه اخلي، نو څوک يې چې تعظيم کوي دا دهغه په تقوا، او ايمان باندې دلالت کوي، ځکه دشعائر الله تعظيم دالله جل جلاله دتعظيم تابع دی.

سلفو صالحينو به دشعائر الله ډير تعظيم کاوه.

الله جل جلاله د مسجدونو دتعظيم وجوب ته په خپل دې قول کې اشاره کړې : { فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ } [النور:36] يعني حسا او معنا بايد هسک کړل شي چې په زړونو کې يې مرتبه اوچته کړل شي، او د زمکې له ټولو ټوټو بايد ممتاز کړل شي ترڅو دزمکې پرمخ مقدس ځايونه وګرځول شي.

ځکه خو علماؤ دهر هغه څه په منعه کولوتصريح کړې چې امکان ولري دمسجد دسپکاوي سبب وګرځي تردې چې ځينې فقهاؤ له همدې امله په مسجد کې د څاه ګانو له کنستلو څخه منعه کړې

قال ابن نجيم :(ولا يتخذ في المسجد بئر ماء لأنه يخل بحرمة المسجد). [2]

ابن نجيم وايې: په مسجد کې به داوبو څاه نه باسي ځکه دا دمسجد حرمت او تقدس ته خلل رسوي.

الله جل جلاله دمسجدونو ساتنه او له مسجدونو څخه دفاع دجهاد له مهمو مقاصدو څخه ګرځولې ده او دا يې په قرآن کريم کې په خپل دغه مبارک قول کې بيان کړی:

{وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا } [الحج: 40]

علامه سعدي ددغه آيت مبارک په تفسير کې ليکي:

: (ودل ذلك على أن البلدان التي حصلت فيها الطمأنينة بعبادة الله، وعمرت مساجدها، وأقيمت فيها شعائر الدين كلها، من فضائل المجاهدين وببركتهم، دفع الله عنها الكافرين). [3]

ژباړه: له دې څخه معلوميږي چې هغه ښارونه چې دالله عبادت پکې په اطمينان سره ترسره کيږي، مسجدونه يې اباد دي، او د دين ټول شعائر پکې قائميږي دا ټول دمجاهدينو فضيلت او برکت دی چې الله جل جلاله دهغوی په سبب کافران ترې دفعه کړي دي.

له پخوا څخه مسجدونه هغه ځايونه وو چې مجاهدين به پکې تربيه کيدل، له مسجدونو څخه به دجهاد سنګرونو ته تشکيلات کيدل، چې بيا به مجاهدينو دشرک، او کفر مرکزونه ځپل.

کوم مجاهد به چې په مسجدونو کې تربيه شوی وو، هغه به دمسجد په سترې مرتبې او حرمت پوهيده، نو ځکه به يې هغه مهال وينه په جوش راتله چې کفارو به دکوم مسجد سپکاوی کاوه، او يا به يې مسلمانان پکې له لمانځه کولو او يا له وعظ او ارشاد څخه منعه کول، او يا به يې لمونځ ګذاران بنديانول او په هغوی به يې اوښکې بهوونکی ګاز استعمالوه.

خو نن ورځ داسې خلک پيدا شوي چې ځانونه جهاد ته منسوب بولي خو دالله دخونو هيڅ قدر نه پيژني، او نه يې تقدس مراعاتوي، او په ورانولو او تخريبولو کې يې هيڅ حرج او باک نه محسوسوي، ساتنه او مضبوتول خو يې لرې خبره ده.

دوی دطاغوت دلښکر په څير لمونځ ګذاران په زندان يا په اوښکې بهوونکي ګاز نه په نښه کوي، بلکه له هغوی څو قدمه وړاندې ځي او لمونځ ګذاران په شهادت رسوي .

دوی مسجدونه دخپلو تفجيرونو هدف ګرځوي، ته به وايې چې له مسجدونو سره بيخي ناولده دي او هيڅ يې پيژني نه، يا يې په مسجدونو پخوانی غچ پاتې دی، په حقيقت کې ددغه خلکو زړونه ړانده دي، دوی دشرک او تنديد او دعبادت او توحيد دځايونو ترمنځ توپير نشي کولای.

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې هغه حکام چې دالله شريعت يې تبديل کړی دمسجدونو په تعظيم او توقير قائل دي، او هر وخت پدې هڅه کې دي ترڅو ځان دمسجدونو ساتونکي او مدافعين معرفي کړي،  خو په نفس وخت کې ځينې هغه کسان چې ځان جهاد ته منسوب بولي مسجدونه خپل هدف ګرځوي او په هيڅ احترام او مرتبې ورته قائل نه دي.

دغه خلک چې دا خيال يې کړی چې دمسجدونو تفجيرول دثواب او الله ته دنږديکت سبب ده، او يو جهادي عمل ده، په حقيقت کې دالله جل جلاله په دغه قول باندې نه دي پوهيدلي:

{ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ } [البقرة: 114]

ددې آيت کريمه ظاهر دا دی چې دمسجدونو دتخريب هڅې کول ترټولو ستره او شنيعه ګناه ده، او دا چې دمسجدونو دوراني له هڅې کوونکي څخه څوک ستر ظالم او مجرم نشته.

علماؤ ويلي دي چې ورانی دوه ډوله دی يو حسي لکه ړنګول، او بل معنوي مسجدونه چې دکومې موخې لپاره جوړ کړل شوي هغې ته پکې اجازه نه ورکول.

علامه قرطبي رحمه الله ددې آيت کريمه په تفسير کې وايې: د مسجدونو ويرانول کله حقيقي وي لکه بخت نصر او نصاراو چې بيت المقدس وران کړی وو، چې دوی په بني اسرائيلو بريد کړی و، وژلي يې و تورات يې سوځولی وو، بيت المقدس کې يې قاذروات اچولي وو او تخريب کړی يې و، لنډه دا چې له مسجدونو څخه لمونځونه او اسلامي شعائر معطلول  دمسجدونو ويرانول دي.. [4]

پدې کې هم شک نشته چې حسي ويرانتيا له معنوي ويرانتيا څخه ستر جرم دی ځکه دا هغې ته شامله ده.

په آيت کريمه کې مذکور وعيد عام دی هر هغه چا ته شامل دی چې پدې صفت متصف وي او دالله د خونو دويرانولو جرأت کوي.

د مسجدونو هدف ګرځول د اسلام هدف ګرځول دي، مسجدونه هغه څوک تخريبوي چې د اسلام له منځه وړل غواړي، د مسجدونو تفجيرول له الله سره جګړه ده ، ځکه مسجدونه دالله خونې دي دکوم ژوندي يا مړه انسان، پاچا يا بل چا کورونو نه دي.

مسجدونه يوازې دالله تعالی دي او بل چا ته يې نسبت ناروا دی الله تعالی فرمايې:

{ وَأَنَّ المساجد لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُواْ مَعَ الله أَحَداً } [ الجن : 18 ] .

په مسجدونو کې د لمونځ کوونکو په نښه کول دلمانځه په نښه کول دي، ځکه د څوک چې له کوم فعل څخه کرکه لري د هغه ځای په نښه کوي، دبيلګې توګه څوک چې له زنا سره مبارزه کول غواړې زنا خانې په نښه کوي، څوک چې له سود سره مبارزه کول غواړي سودي بانکونه په نښه کوي.

نو بناء دمسجدونو تفجير کوونکی لمونځ ګذارانو ته دهغوی په لمانځه جزا ورکوي، هغه په خپل فعل له لمانځه څخه منعه کوي، ولو که په قول يې منعه نه وي ترې کړې. الله تعالی له لمانځه څخه دمنعه کوونکي په اړه فرمايې:

: { أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى (9) عَبْدًا إِذَا صَلَّى} [العلق: 9، 10]

کيدای شي يو څوک دمسجدونو دويرانولو د جواز داستدلال لپاره دمسجد ضرار باندې قياس وکړي خو دا استدلال يې مردود دی، ځکه دمسجد ضرار له لومړي سر څخه په سم نيت نه و جوړ شوی، دالله جل جلاله دذکر لپاره يې تهداب نه و ايښودل شوی، بلکه مسلمانانو ته دضرر او تکليف رسولو په موخې جوړ شوی وو، الله تعالی فرمايې:

{ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِرَاراً وَكُفْراً وَتَفْرِيقاً بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادَاً لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ } [التوبة:107].

نو هغه مسجد چې ديوه شرعي غرض لپاره جوړ کړل شوی وي، بايد په مسجد ضرار باندې قياس نکړل شي.

مسجدونه او عبادت ځايونه الله ته دخشوع له الله څخه دويرې او الله جل جلاله ته د پناه وروړلو ځايونه دي، خو چې کله يو څوک په دې ويره کې وي چې څوک به يې په مسجد کې هدف ګرځوي بريد به پرې کوي نو بيا کله په خاطر جمعی سره عبادت کولی شي، کله يې زړه کې خشوع راتلی شي، عبادت ګذار بايد دسکينې، ډاډ او اطمينان احساس ولري.

اسلام د راهبانو وژل ناروا ګرځولي سره له دې چې په منسوخ شوي دين دالله عبادت کوي، نو هغه څوک چې داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې دالله تعالی عبادت کوي دهغوی وژل به څنګه روا وي.

د رکوع او سجده کوونکيو لمونځ ګذارانو وژل نه دثواب کار دی او نه دزړورتيا، بلکه دا له غدر ډک ډير بزدلانه او سپک عمل دی..

دغه خلک چې مسجدونه تفجيروي او لمونځ ګذاران وژني دنبي کريم صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين پسې اقتدا نه کوي، بلکه دقريشو دسترو کفارو اقتدا کوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته به يې په مسجد حرام کې به يې تکليفونه رسول ځوراوه به يې او دسجدې په حال کې به يې په ملا باندې د اوښ لری کيښودی.

دوی د ابو لؤلؤة المجوسي په فعل باندې اقتدا کوي چې داسلام دوهم خليفه عمر فاروق رضی الله عنه يې په مسجد کې په شهادت ورساوه، نو په مسجد کې قتل مجوسي سنت دی نه اسلامي سنت.

دعبادت په ځايونو کې دامن، اطمينان او سکينې تحکيم دشارع په نزد يو مقصودي امر دی، او دې ته يې په ګڼ شمير ځايونو کې اشاره فرمايلې:

{وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا } [آل عمران: 97] ، او فرمايلي يې دي : { وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ} [البقرة: 191].

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم دمکې دفتحې په ورځ فرمايلي وو:

“ومن دخل المسجد فهو آمن”.

ددغه مقصد دحصول په منظور مسجدونه بايد له هرډول شخړو او فتنو څخه خوندي وساتل شي، او په هيڅ حالت کې دهيڅ جهت سره په مسجد کې دننه دجګړې لپاره دلائل ونه تراشل شي، له يوه شخص سره دقتال له مشروعيت دا معنا نلري چې په مسجد کې دې دهغه په ضد جګړه وشي.

د مسجد حرمت تردې پورې نده مشروط چې لمونځ ګذاران دې ټول ښه خلک وي، بلکه حرمت يې هروخت واجب ده، مسجد دغه مرتبه الله تعالی ته له نسبت څخه ترلاسه کړې نه د ورتلونکو له صلاح څخه.

د يو مجرم په خاطر د بې ګناه خلکو وينه تويول مباح نه شي ګرځيدلی.

څوک که ديوه نظام او دښمن په ضد جنګيدل غواړي دهغه ځايونو ته دې مخه کړي، دالله کورونه دې دځان لپاره آسان هدف نه جوړوي.

مسجدونه دالله دعبادت او هغه ته دتقرب لپاره جوړ شوي، ددې لپاره نه دي جوړ شوي چې له دښمنانو سره دې دجګړې ډګرونه وګرځول شي او يا دې په مسجدونو کې له هغوی سره حساب وشي، مسجد ته بايد دتعبد، تقرب الی الله او خضوع او خشوع په نيت ننه وځو.

الله جل جلاله فرمايې:

قال تعالى : {أُولئِكَ ما كانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوها إِلَّا خائِفِينَ} [البقرة: 114]

په تفسير ابو السعود کې دي: يعني هغوی ته نه ښايې چې له خضوع او ويرې پرته مسجدونو ته ننوځي، دتخريبولو جرات خو ډيره لرې خبره ده.

 

څوک چې دلمونځ ګذارانو دوجود په ټوټه کيدو او دقرآن مجيد دپاڼو په تيت پرک کيدو، او په وينو باندې دمسجد دلړل کيدو، او دعبادت په ځايونو کې دويرې او رعب دخپرولو طرفدار وي او ورباندې خوشاليږي هغه به داسې سړی وي چې ضمير به يې مړ وي، فطرت به يې سرچپه شوی وي نه به ددين په احترام پوهيږي او نه به دمقدساتو له مرتبې خبر وي..

د مسجد تفجيرونکيه هلاک شې!

څومره عبادتونه دې خراب کړل؟

څومره خاشع او مطمئن زړونه دې وبيرول؟

څومره منارې چې به ترې د اذان ازانګې پورته کيدلې تا ونړولې؟

آيا ته په دې خوښ يې چې دالله په خونو کې عبادت معطل شي؟

آيا دا غواړې چې خلک دالله په وړاندې له رکوع او سجدې کولو راوګرځي؟

د مسجد تفجيرونکيه! تا څه ګټه وکړه؟

الله ته به په داسې حال ورشې چې تا هغه ږغ خاموشه کړ چې هره ورځ به يې پنځه کرته دالله دلويې او توحيد چيغې وهلې!

ته دالله ددښمنانو ځپل غواړې او که دالله دشعائرو سپکاوی؟

آيا نشې کولی د احب البقاع الی الله له ړنګولو پرته دالله دښمنان وځپې؟

ای هغه چې دمسجدونو تفجيرول دقربت او دثواب کار بولې آيا تا ندي اوريدلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دمسجدونو جوړولو ته هڅونه کړې؟

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايې:

(من بنى لله مسجداً ولو كمَفحَص قطاة بنى الله له بيتاً في الجنة). [12]

رسول الله صلی الله عليه وسلم دمسجدونو جوړولو ته هڅونه کوي او ته يې تفجيرولو او ورانولو ته خلک رابولې؟

آيا ته دا ګمان کوې چې تاته به دمسجد په ړنګولو اجر درکول کيږي؟

ای د مسجد تفجيروونکيه! آيا ته خبر نه يې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه اعرابي ته چې په مسجد کې يې بولې کولې وويل: چې دغو مسجدونو کې دبولو او نورو ګندګيو اچول نه ښايې ځکه دا  دالله جل جلاله د ذکر لمانځه او دقرآن کريم دتلاوت لپاره جوړ کړل شوي دي.

او که ته دا ګمان کوې چې دبولو او قاذرواتو صلاحيت نلري خو د قتل او تفجير پکې صلاحيت لري؟

دمسجد تفجيرونکيه! آيا خبر يې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجد کې لاړې توکولو ته هم خطا ويلي دي؟

څنګه امکان لري چې مسجد کې دې لاړې توکل ممنوع وي خو لمونځ ګذاران ټوټه ټوټه کول او وينه تويول دې پکې مشروع او روا وي؟

دمسجد تفجيرونکيه! آيا درسول الله صلی الله عليه وسلم هغه قول دې هير شو چې فرمايلي يې دي:

(من أكل ثوماً أو بصلاً فليعتزلْنا، أو ليعتزلْ مسجدَنا)[15].

څوک چې خامه هوږه، يا پياز وخوري نو هغه دې له موږ ګوښه شي، يا دې زموږ له مسجد ګوښه شي.

نو آيا په مسجد کې دې د هوږې او پياز بوی ممنوع وي خو د دوګ، لمبو او متفجراتو په بوی بدبويه کول دې يې روا وي؟

ای دمسجد تفجيرونکيه! آيا نه پوهيږې چې ملائکې په مسجدونو کې شتون لري او نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: چې ملائکو ته هم له هغه څه ضرر رسيږي چې بنيادمانو ته ترې رسيږي.

ای د مسجد تفجيروونکيه! آيا نه پوهيږې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم لمونځ ګذارانو ته ويلي دي:

(ألا إن كلكم مناج ربَّه، فلا يؤذينَّ بعضكم بعضاً، ولا يرفع بعضكم على بعضٍ في القراءة). [17]

ژباړه: خبر اوسئ! تاسې ټول له خپل رب سره مناجات کوئ، نو په خپل مينځ کې يو بل ته ضرر مه رسوئ، او په يو بل باندې په قرات کې ږغ مه پورته کوئ.

آيا په مسجد کې دې دقرآن شريف په تلاوت سره لمونځ کوونکو ته شور کول منعه وي، خو دانفجار په ږغونو دې دهغوی ويرول روا وي؟

د مسجد تفجيرونکيه! آيا خبر نه يې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چې تاسې کې يوڅوک چې کله زموږ په مسجد يا بازار باندې تيريږي او غيشی ورسره وي نو تيره طرف دې ونيسي.

– ألا تعلم يا مفجر المسجد أن النبي ﷺ قال :(إذا مرّ أحدكم في مسجدنا، أو في سوقنا ومعه نبل فليمسك على نصالها ). [18]

نبي کريم صلی الله عليه وسلم تاته دغشي د تيره طرف دنيولو امر کوي او ته راځې مسجد په متفجراتو باندې انفجاروې.

ای دمسجد تفجيرونکيه! آيا خبر نه يې چې په هغو اوو کسانو کې چې دقيامت په ورځ دخپل عرش دسيوري لاندې ځای ورکوي يو يې هغه تن دی چې زړه يې له مسجدونو سره تړلی وي، آيا ته نه ويريږې چې ستا په انفجار کې به دغه تن ووژل شي نو دقيامت په ورځ به الله ته څه ځواب ورکوې؟

ای دمسجد په تفجيرولو کې جرات کوونکيه! آيا ددې کار دمشروعيت فتوا داسلامي امت په علماؤ کې يو تن عالم درکړې؟

پوه شه هغه خلک چې تا ته دمسجدونو دورانولو امر کوي او دا کار تاته ښايسته کوي يو مفسد ټولی دی، تاته هيڅ کله نه دي روا چې خبره يې واورې او اطاعت يې وکړې.

نو ای دمسجد تفجيرونکيه! الله ته توبه وکاږه، … ته په ډيره ستره ګمراهی او سخت خطر کې کيوتی يې.

دځان لپاره د سپيڅلی جهاد په لټه کې شه او دالله له دښمنانو سره وجنګيږه.

څوک چې دمسجدونو دويرانولو هڅې کوي دهغوی لپاره له دې ستر وعيد چيرې وي؟

{ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ } [البقرة: 114].

نو چې بيا هم نه راګرځي فکر نه کوم چې بل نصيحت دې ګټه ورکړي.

که ته بيا هم په خپله لاره روان وې نو زما په فکر دهغو خلکو له جملې څخه يې چې الله يې په اړه فرمايلي دي:

{قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا (103) الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا } [الكهف: 103، 104].

نسأل الله حسن المئاب ، ونعوذ به من سوء المنقلب في الدنيا والآخرة .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

وروزه ډیر ښه لیکنه دی کړی حدیث شریف دی چی علما دانبیااو ورثین دی ولی نن ډیرو علما خپل مقام ندی پیژندلی دوی ددی ملت رهبران دی ددی په ځآی چی دامظلوم ملت خوښی خوشحالی ، ترقی ، نیکمرعی خواته سوق کړی په خلاف یی بربا دی خواته یی سوق کوی. که دی زما ډلی په حما یه ایت حدیث ویلی نو بیا ډیر پوه عا لم یی خو که دی زما ډلی خلاق خبره وکړه بیه نو چاقو، بم ، تما نچه راسره دی او سردی پریکوم . زمونګ خلک ډیر د پا کی عقیدی لرونکی دی او مسلمان… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

هره بده کړنه ، اصلی او دومی او دریمی عاملین لری ، مثلا کلی کور کی یو خان د بل خان سره دشمنی لری ، خو هغه خان خپله په هغه بل خان یرغل نه کوی ، او کله کله په هغه خان د یرغل کولو قدرت نه لری یعنی هغه خان خوندی او د ساتونکو منځ کی ګرځی یا استخباراتی کړی یی د دشمن خان کړنی خنثی کوی نو دشمن خان څه کوی وایی په تا می وس نه رسیږی مړ به دی لالا کړم ، هغه یو خان د خپل دشمن خان پلویان او غریب خلک وژنی ،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x