ورزش

زیمبابووي له هندوستان څخه په ۹ ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): نن د هندوستان او زیمبابووي لوبډلو تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې زیمبابووي د هندوستان په وړاندې سخته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د هندوستان لوبډلې وګټله او د زیمبابووي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د زیمبابووي لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۸ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره یوازې چېګمبرا غوره توپ وهنه وکړه. چېګمبرا په ۶۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

د هندوستان لپاره بومراه تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. بومراه خپل ۹.۵ اورونو کې یوازې ۲۸ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

هندوستان په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د راهول د سلیزې او رایډو نیمه سلیزې په مرسته په ۴۲.۳ اورونو کې پوره کړه.

د هندوستان لپاره راهول په ۱۱۵ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۰ او رایډو په ۱۲۰ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د زیمبابووي لوبډلې لپاره یوازې چیتارا د ویکټې په اخیستلو بریالی شو. چیتارا خپل ۷ اورونو کې یوازې ۲۰ منډو ورکولو سره یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x