افغانستان

امریکايي سفیر ایکن بیری کندهار ته راغلی

us_deplomat_in_afghanistan_aken_beryپه افغانستان كي امريكا سفير كارل ايكن بيري چي نن كندهار ته راغلى وو د دولتي چارواكو او د سيمه ايزو اوسيدونكو سره يي د هغوۍ پر مهمو ستونزو خبري وكړي .

خلكو د امريكا هيواد څخه وغوښتل چي تر ټولو مهم څه چي امنيت دى ورته برابر كړي .

د امريكا سفير وويل چي په دي اړه يي هڅي رواني دي . د هغه په وينا د ترهګرو ډلي په افغانستان كي نه بلكه په ګاونډيو هيوادونو كي دي چي دوۍ يي د له منځه وړلو دپاره پلانونه په لاره اچولي دي .us_deplomat_in_afghanistan_aken_bery_in_kandahar

كارل ايكن بيري په خاكريز ولسوالۍ كي هم د خلكو سره وكتل او هغوۍ ستونزي يي واوريدي .

په افغانستان كي امريكا هيواد سفير كارل ايكن بيري د دوشنبي په ورځ كندهار ته په خپل سفر كي د د دولتي چارواكو په گډون د خاكريز ولسوالۍ څخه ليدنه وكړه .

ښاغلي بيري او كندهار والي توريالي ويسا په خاكريز ولسوالۍ كي د خلكو او ځينو دولتي تاسيساتو څخه د ليدني پر مهال د يادي ولسوالۍ د اوسيدونكو ستونزي واوريدي او په دي ولسوالۍ كي يي د پرمختيايي پروژو د پيلولو چي د خلكو عمومي غوښتنه همداوه ژمنه وكړه .

تر غرمي وروسته ايكن بيري او كندهار والي د كندهار ښاروال سره يو ځاى په يوه غونډه كي د خلكو سره د نورو ټولنيزو ستونزو تر څنګ پر امنتي چارو هم خبري وكړي .

د كندهار ښار اوسيدونكو د امريكا د سفير كارل ايكن بيري څخه غوښتنه وكړه چي تر ټولو لويه ستونزه په كندهار ښار ناامني ده او د ټولو خلكو ژوند يي په خطر او ويره كي اچولى دى حل كړي . us_demplomat_in_kandahar1

په افغانستان كي د امريكا سفير كارل ايكن بيري يادي ستونزوي پر ځاى او د تايد وړ وبللي . هغه وويل چي په افغانستان كي د فعالو ترهګرو ځالي او اډي په افغانستان كي نه بلكه ددي هيواد په ګاونډيو هيوادونو كي دي چي امريكا او د هغه متحدين به يي له منځه وړي .

ايكن بيري وايې: ( د ترهګرو پټن ځايونه په افغانستان كي نه بلكه د افغانستان نه بهر په نورو هيوادونو كي دي ، موږ كوښښ كوو چي هغوۍ له منځه يوسو او په دي اړه د افغان دولت سره يو ځاى كار كوو )

په جوړه سوي غونډه كي كندهار والي توريالي ويسا هم خلكو ته د نويو امنتي پلانونو د جوړلو په اړه ډاډ وركړ خو كندهار ښاروال بيا د امريكا او ملګرو هيوادونو څخه په كندهار كي د نورو پرمختيايي پروژو د پيليدو غوښتنه هم وكړه .

په افغانستان كي د امريكي سفير كارل ايكن بيري تر دي مخكي په دا نژدي ورځو كي څو څو ځله كندهار ته راغلى او خلكو ته يي د هوسا ژوند د برابريدو ژمني وركړي خو تر دي مهاله يي كومه ښكاره بيلګه نه ده تر سترګو سوي .

اسد الله زړه سواند – كندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x